$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د بادغیس پولیس وايي، په دې ولایت کې یوې جلۍ ځکه ځان ځندی کړی چې کورنۍ یې غوښتل هغه په بدل کې ورکړي، د دې پېښې په تور د جلۍ نیکه، نیا او دوه ترونه نیول شوي دي پولیس زیاتوي چې یاده جلۍ ۱۶ کلنه وه او کورنۍ یې غوښتل چې هغه په بدل کې ورکړي. پولیسو د دې نجلۍ پلار، نیا او دوه ترونه نیولي دي او په دې برخه کې پلټنې روانې دي. د بادغیس د ښځو مشره زرغونه شیرزاد وایي چې قرباني نجلۍ نسیمه نومیده او د دې ولایت د قادس ولسوالۍ د لنګر شریف کلي اوسیدونکې وه. چارواکي وړاندې وايي د نسیمې ترونو غوښتل د هغې نکاح له یوه کس سره وکړي او خپلو زامنو ته ښځې وکړي.