Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

دملي امنیت لوی ریاست منسوبینو په کابل ښارکې دغلو دوه ډلې نیولې دي

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د غلو د دغو ډلو مشري د رحیم د بابه زوی او صدام مشهور په میوند په غاړ وې. په خبر پانه کي راغلی، چې رحیم د بابه زوی او صدام په مشهور له خپلو لسو تنو ملګرو سره یو ځای د کابل ولسمه ناحیه کې د ملي امنیت منسوبینو له خوا نیول شوي. سرچنیو زیاتیوی، دا غله هغه مهال لاس په لاس د ملي امنیت منسوبینو له خوا ونیول شول، چې غوښتل یې له یوه کس څخه ۸۰۵ انګلیسي پونډه په زور واخلي. دملی امنیت ویلی، چې دغه کس په دې ورستیو کې له انګلستان څخه خپل هېواد ته را ستون شوی وو، چې د غلو دغه ډله پرې ورپېښه شوې. خبر پانه زیاتیوی، د دغه پيسې بېرته ورته سپارل شوی او له نیولو شویو غلو څخه ۳ بې اسنادو موټر هم تر لاسه شوي دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>