Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21205

په هلمند کی بیلا بیلو پیشو پر مهال ۳۶ وسله وال ووژل سو

$
0
0
چارواکی وایی؛ په هلمند ولایت کی تیر شپه هوایی بریدونو او مخامخ نښتو ددولت ۳۶ وسله وال مخالفین وژل سوی او یو شمیر وسلی او مهمات یی له منځه وړل سوی دی. هلمند ولایت مقام په یو خپره کړی خبر پاڼه کی ویلی چی امنیتی او دفاعی ځواکونو وسله والو سره نښته کی په سور ګوډر او سرکاله ویاله کی ۱۳ وسله وال مخالفین وژل سوی دی. خبر پانه زیاتوی دغه راز د لشکارګاه په ششک سیمه کی امنیتی ځواکونو ۵ تنه وسله وال مخالفین وژلی او دهغوی وسلی او مهمات یی له منځه وړی دی. سرچینی وایی په همدی حال کی د ګرم سیل ولسوالی په ( جنګل ګلین ) سیمه کی د بهرنیو ځواکونو هوایی برید کی ۱۸ طالب وسله وال وژل سوی دی. په خبر پاڼه کی راغلی په یاد هوایی برید کی ددولت وسله والو مخالفینو دوه تیوتا موټری او یو شمیر وسلی هم له منځه وړل سوی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21205


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>