Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

په سرپل کې د سولې له بهیر سره د ۸ وسله‎والو یوځای کېدل

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د سرپل ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې ۸ تنه وسله‎وال مخالین تېره ورځ(یک‎شنبه د سلواغې ۳مه) د دې ولایت په مرکز کې د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي. د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ سرپرست، سمونوال عنایت‎الله حبیبي څرګندوي چې یادو کسانو د کوهستاناتو ولسوالۍ لپاره طالبانو لخوا نومول شوي ولسوال، قاري احمدي ته کار کاوه. نوموړي زیاته کړه چې یادو کسانو په کوهستاناتو ولسوالۍ کې ترهګریزې کړنې ترسره کولې او د افغان ځواکونو پر وړاند جنګېدل. کوهستانات د سرپل ولایت له نا امنو ولسواليو شمېرل کېږي چې تل پر افغان ځواکونو د بریدونو راپورونه ترې خپرېږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>