$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د نړۍ په ګوډ ګوډ کې میلیونونه کسان د امریکا متحده ایالاتونو نوي ولسمشر ډونالنډ ټرامپ پر وړاندې لاریونونه وکړل. ویل کېږي چې په امریکا او د نړۍ په نورو هېوادونو لکه: جاپان، آسترالیا، کوزوو، پرتګال، یونان، آلمان، فرانسه، بریتانیا، مکسیکو، چک، ایتالیا، فلیپین او یو شمېر نورو کې د ټرامپ پر وړاندې کابو ۶۰۰لاریونونه شوي دي. د لاریونونو موخه د ښځو پر وړاندې د ټرامپ خبرې او د کډوالو او لږکیو پر حقونو ټینګار ښودل شوی دی. د ښځو د حقونو فعالانو ویلي دي چې ولسمشرۍ د ټرمپ رسېدو سره د ښځو حقونه له ګواښ سره مخامخ دي. سره له دې چې په لندن کې ښځو د امریکا سفارت پر وړاندې لاریون کړی، ټاکل شوي دي چې کابو ۲میلیونه ښځې به اروپا کې د ټرمپ پر وړاندې لاریون وکړي. په همدې حال کې نامتو هنري څېرو هم په ټولنیزو رسنیو کې د پیغامونو په خپرولو سره د ښځو له لاریون څخه ملاتړ کړی دی. د اروپايي ښځو لاریونونه به په برلین، لندن، پاریس، روم، وین، ژنيو او آمستردام کې ترسره شي. ښځو د ټرمپ اخلاقي فساد ضد ويډیو او د ښځو په اړه د نوموړي ناوړه څرګندونو په غبرګون کې لاریون کوي. همداراز په افریقا کې هم د ټرمپ پر وړاندې سلګونو تنو لاریون کړی دی.