January 21, 2017, 9:44 pm
د آوا غږ(آژانس) په ګزارش سره، د افغانستان د سولی د عالی شورا ددی خبری په قبلولو سره، رسنیو ته ویلی دی چی ښاغلی ګیلانی دری ورځی مخکی د زړه د حملی په واسطه په دی روغتون کی بستر سوی وو.
ښاغلی ګیلانی، د سولی د عالی شورا د ریاست ماسیوا، د افغانستان د جهادی ګوندونو څخه د ملی محاذ ګوند رهبری هم په غاړه درلود.
هغه تقریبآ یواولس میاشتی مخکی د افغانستان د سولی د عالی شورا د رئیس په توګه د رییس جمهور غنی پواسه مقرر سوی وو.
د پیر سید احمد ګیلانی ژوندپاڼه
ښاغلی پیر سید احمد ګیلانی د سید حسن ګیلانی زوی په ۱۳۱۱ لمریز کال کی د ننګرهار په سرخرود ولسوالی کی نړی ته سترګی روڼی کړی.
هغه د امام ابو حنیفه د دینی مدرسی د دوولسم صنف څخه فارغ سو او عالی ښوونی یی د لیسانس تر درجی پوری د کابل د شرعیاتو په پوهنځۍ کی په ۱۳۴۳ کال کی تر پایه ورسولی.
ښاغلی رهبر(پیر) په افغانستان کی د قادریه صوفیی طریقت خاوند وو چی په ۱۳۵۷ کال کی د دمکراتیک خلق ګوند قدرت رسیدو سره پاکستان ته مهاجر سو او هلته د افغانستان شوروی متحد حکومت په وړاندی سیاسی-نظامی ملی محاذ ګوند اساس کښیښود.
ګیلانی او ملی محاذ چی د صوفیه طریقت پیروانو کی شاملیدی او دپشتون قوم ډیره برخه تشکیلوله د افغان د مجاهدینو د ډلو څخه وو چی په ۱۹۸۰ لسیزه کی د افغانستان شوروی ځواک سره د جنګ لپاره افغانستان ته وارد سو.
هغه په ۱۹۸۸ میلادی کال کی د جهادی ګوندونو د قیادی اتحاد شورا رئیس په توګه وټاکل سو.
ښاغلی ګیلانی او د هغه ګوند د طالبانو د قدرت ته د رسیدو وروسته هم د هغوی سره د مخالفت لپاره راووتل او شمال ائتلاف ته وارد سو.
ګیلانی د عبدالقادر ګیلانی نوادګانو څخه دی چی د قادریه طریقت اساس ایښودونکی وو. پلار یی سید حسن ګیلانی په بغداد کی زیږیدلی وو، خو په ۱۹۰۵ کال کی د عراق څخه افغانستان ته رالی تر څو د قادریه طریقت په دی هیواد کی رامنځته کړی. حبیب الله خان د افغانستان د همغه وخت پاچا ډیری ځمکی د کابل په ښار کی هغه ته وبخښلی.
ګیلانی، په ۱۹۵۲ کال کی د عادله سره چی د حبیب الله خان لمسۍ وو واده وکړ او ددی لاری خپل اړیکی د شاهی کورنۍ سره ټینګ کړ.
ښاغلی ګیلانی د انتقالی حکومت(کرزی) د رامنځته کولو په جریان کی، د قاضی القضات سمت یی په غاړه واخیستل.
ګیلانی د کرزی د حکومت په وخت کی د هغه د ملاتړ کوونکو څخه شمیرل کیدی او د ۱۳۹۳ کال په ټولتاکنو کی د اشرف غنی احمدزی څخه ملاتړ وکړ. |
![]() |
↧