د ۲۰۱۶ کال پای ته ورسیدی. د نړی او افغانستان ډله ییزی رسنی هر یو په خپل سهم سره مختلف مطالب د تیر کال د نړی د تغیراتو په اړه تدوین او یادآوری کړ او خلګو ذهن یی ځانته جلب کړ.
یو دهغه مهم حادثو څخه چی ډیری رسنی ورڅخه داخلی او بین المللی رسنی ورته اشاره وکړ د دونالد ترامپ بریالی توب وو چی د امریکا د ریاست جمهوری په انتخاباتو کی بریالی سو.
ترامپ د هغه خاصیتونو په اساس چی ورته شمیرل سوی دی یو نوی څیره د امریکا د سیاست مدارانو او نخباګانو ترمنځ په حساب راځی. د ترامپ بریالی توب د ډیرو رسنیو د توجه وړ ګرځیدلی دی.
د ترامپ د یو محوری نکاتو څخه دادی چی هغه د دموکرات ګوند اته کلنی حکومت ته په سپین کاخ کی خاتمه ورکړ.
ددی ټولو خبرو په منځ کی داسی خبری سته چی یا هم د رسنیو د سترګو څخه پټی پاته دی او یا هم ورته توجه نه دی سوی او کولای سی د نړی پر راتلونکی باندی خپل تاثیرات ولری.
دا نکتی په حقیقت کی یو نوی سیاسی پارادایم د بین المللی برخه کی منځته راوړی. هغه نکتی دادی.
یو، ښاغلی ترامپ د انتخاباتو په لومړی ورځو کی ویله چی د داعش او تروریستی ډلو په وړاندی به په میانه آسیا کی په جدی توګه عمل ته به وارد سم او یا یو اتحاد د داعش په وړاندی به منځته راوړم چی دا سیاست په امریکا کی د اوباما د وخت د سیاست سره خلاف وو.
د امریکا اوسنی رییس جمهور که څه هم دداعش د نابودی څخه خبری کړی دی خو په عمل کی په سوریه کی د داعش په وړاندی قوی عکس العمل نه دی ښودلی. امریکا د داعش څخه په استفادی هڅه کړی دی چی خپلو اهدافو ته ورسیږی.
د دونالد ترامپ خبری په حقیقت کی د امریکا د نوی سیاستونو څخه د داعش په وړاندی په حساب راځی.
دوهم، بل نکته دادی چی ترامپ د داعش پر نابودی باندی ټینګار وکړ په داسی حال کی چی اوباما خپل حملی د اسد حکومت په وړاندی ترسره کولی او هغه یی د خپل مقاصدو د لاسته راوړلو لپاره لوی خنډ بلل. که دا خبری د جمهوری غوښتونکی د خارجی سیاست په عنوان تبدیل سی نو د ډیرو تغیراتو او تحولاتو شاهدان به اوسو.
دریم، د ترامپ نږدیتوب د روسیی اوسنی رییس جمهور ته ویل سوی دی. د ځینو ګزارشونو په اساس د امریکا د ریاست جمهوری د انتخاباتو په وخت کی خپور سو وویل سو چی هغه پوتین رییس جمهور ته خاصه علاقه لری او د ځینو پوهانو په باور د پوتین او ترامپ د فکرونو ترمنځ فکری مشابهتونه لیدل کیږی.
که داخبری واقعیت ته نږدی وی نو په راتلونکی کی بیاهم د دوه لوی جهانی قدرتونو د نږدیوالی شاهدان به یو.
او څلورم نکته، د دموکرات ګوند اتهامات پر روسیه باندی د امریکا د انتخاباتو کی په لاس وهنی سره د جمهوری غوښتونکی په ګټه دی. دا اتهامات تر هغه ځایه مخته تللی دی چی په آخیرو ورځو کی د ډیرو عکس العملونو شاهدان یو چی د روسیی او امریکا د اړیکو ترمنځ رامنځته سو، د ۳۰ تنو څخه ډیر روسی دیپلماتان د امریکا څخه خارج سول، همدارنګه د تحریمونو اعمالولو شاهدان هم یو.
که ویل سوو خبرو باندی ځیر سو په راتلونکی کی به د دواړو لویو قدرتونو حالت به څه رنګه وی؟
که دموکرات ګوند په امریکا کی پر قدرت باندی پاته سوی وای او د امریکا اوسنی سیاست همداډول ادامه پیدا کړی وای، بیله شکه نړی به دوه قطبی کیدو په لور روان سوی وای، ډیر لوی عکس العملونه به د دوه لوی قدرتونو ترمنځ منځته راغلی وای، د میانه آسیا بحران به تردی نور هم پیچلی سوی وای، داعش به همدارنګه په میانه آسیا کی حضور درلودی وای او حتی د نړی نورو برخو ته هم خپوریدی، ډیر هیوادونه د دوو قدرتونو قربانی سوی وای او د افغانستان بحران به تر دی نور هم خراپیدی او طالبان په دی ځل ډیر خلګ په قتل رسوله.
که هغه خبری چی ورته اشاره وسو د توجه وړ وګرځی او ښاغلی ترامپ هغه شعارونه چی ویلی دی ورباندی پابنده سی د نړی راتلونکی به بل سمت او لوری به ونیسی، نوی رویکردونه او سیاستونه به په راتلونکی کی پیش سی.
که څه هم سخت کار دی چی د دوو قدرتونو ترمنځ راتلونکی تصور کړو، ځکه چی ددواړو قدرتونو ترمنځ حادثی هر وخت د منافع لپاره شکل نیسی، منافع هم یو رنګ او یو شکل نه لری او کیدلای سی دا رقابتونه په مختلفو ډولو په هر ځای کی ادامه پیدا کړی. خو که د دوو قدرتونو ترمنځ نوی خبری منځته رانه سی، د دوی ترمنځ د مخامخ کیدو کوم بهانه پیدا نه سی او ښاغلی ترامپ پر خپلو خبرو باندی متعهده پاته سی، بیله شکه د نړی راتلونکی به امنه وی او ناامنی به له منځه ولاړ سی حداقل تر هغه وخته پوری چی ښاغلی ترامپ پر قدرت باندی ناست وی.