ولادیمیر پوتین؛ د روسیی رییس جمهور، اعلام کړ چی د بشار اسد دولت او مخالف مسلح ډلی یو توافق د سوریی د جنګ د بسولو لپاره امضاء کړی دی.
مخکی د سوری د مسلح ډلو څخه یو اعلام کړ چی د ترکیی سره د مذاکری په حال کی دی چی د جنګ د بندون و توافق ته ورسیږی.
ددی نه مخکی مولود چاووش اوغلو؛ د ترکیی د خارجی وزیر ویلی وو چی ترکیه توانیدلی دی چی سوریی د سیاسی بحران د حل لپاره د روسیی او ایران سره پر دوو متنو باندی په توافق ورسیږی.
ایران، روسیه او ترکیه، تیره اونی په مسکو کی دری اړخیزه مذاکری ترسره کړله چی د یو مشترک اعلامیی سره خاتمه پیدا کړه او په هغه کی، د عربی جمهوری سوری دولت پر حاکمیت، استقلال، یوپارچګی او ارضی تمام والی د یو څو نژادی، څو مذهبی، غیری ډله ییزه، دموکراتیک او سکولار او د سوریی د بحران لپاره د سیاسی حل لاری باندی ټینګار وکړ.
د هغه تر څنګ، ترکیه او روسیه په سوریه کی د عمومی جنګ بندون څخه خبر ورکړ چی توافق کړی دی.
دی تغیراتو ته په کتو سره، کارپوهان وایی چی د سوریی بحران بیله شکه نوی مرحلی ته او په عین وخت کی ډیرحساس او تعین کوونکی مرحلی ته داخل سوی دی.
پیش بینی کیږی چی دا تحول به ډیر د بشار اسد د دولت په ګټه تمام سی؛ هغه دولت چی د کارپوهانو په باور د پنځه کالو څخه ډیر د ۸۰ هیوادو په وړاندی ودریدل او د سوریی د استقلال او حاکمیت او ارضی تمامیت لپاره و جنګیدل.
هغه دولت چی د بین المللی لوی او پیچلی توطئی په وړاندی، د سوریی د حاکمیت او استقلال او عزت او امنیت او دفاع لپاره یو لحظه هم ښاته نه ولاړ او په ډیر سخت شرایطو کی، په داسی حال کی چی څو ځلی پر ځمکه ولویدی، وینه ورکړه او تیر یی وخوړه، ودریدی، مبارزه وکړ، مقاومت یی وکړ تر څو په نهایت کی، حلب چی د تروریزم اصلی مرکز په ټوله میانه آسیا کی بلل کیدی، آزاد کړ او په دی ترتیب، لوی توطئی او تروریستی قدرتونه په سوریه کی د خطر سره مخامخ کړ.
د تحلیلګرانو په باور، د جنګ د هغه بندون څخه چی ښاغلی پوتین خبر ورکړی دی، بیله شکه د سوریی دولت او دهغه د ملاتړ کوونکو لکه ایران او روسیه او نور جریاناتو په ګټه تمام سوی دی؛ هغه جنګ چی لوی قدرتونه د سوریی د ملی دولت د منځه وړلو لپاره پر لاره اچولی وو، ناهیله یی کړ او له بل لوری، سوریی ځواک او ملاتړ کوونکو ته یی دا ابتکار او پر نفس باندی اعتماد ور اطاع کړ چی د حلب په شان د سوریی په نورو برخو کی هم تروریزم له منځه یوسی.
په دی حساب سره، د پوهانو په نظر، ترکیه بل لاره بیله د سوریی او روسیی او ایران سره د مرستی او همکاری نه درلوده او دا یواځنی لاره وو چی دا هیواد د خطر څخه ږغورلی وای چی په راتلونکی کی ورته پیشیدی.
ترکیه په دی ترتیب سره، امکان لری چی د سوریی په سیاسی راتلونکی کی، نقش او سهم ولری او د روسیی تر څنګ، ایران او د سوریی نور ملاتړ کوونکی، د یو سوله لرونکی سیاسی لاری حل پر سر، منطبق او مشترک نظریی او رایی د مشروع منافعو او اهدافو لپاره طرحه کړی.
له بل لوری، کارپوهان وایی، چی په دی منځ کی درانده ماته، هغه رژیمونه لکه سعودی عربستان، قطر، امارات او همدارنګه امریکا او اروپایی ملاتړ کوونکی یی وخوړل؛ هغه رژیمونه چی په شکاره ډول سره د سوریی د بحران د سیاسی حل لاری څخه لیری سول او ددی وروسته به هم په نظر نه رسیږی چی هغوی دی د سوریی د بحران په سیاسی حل لاره کی کوم نقش ولری. دا په داسی حال کی دی چی د سوریی د ځواک او ملاتړ کوونکو په بریالی توب سره، د تروریزم د ملاتړ او راتلونکی لپاره هیڅ کوم هیله نشته، او ټول هڅی یی د سوریی د ځواک او ملاتړ کوونکو په واسطه به ځواب ورکړل سی. |
![]() |