December 31, 2016, 6:06 pm
د آوا دخبرګزاری له مخی، واشنګتن هغوی ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ تر څو د آمریکا خاوره پریږدی. د امریکا دولت همدارنګه اعلام کړی دی چی د روسیی فعالیتونه په دوو ساختمانونو کی چی دی هیواد دولت پوری اړه لری په امریکا کی دروی.
د اوباما دولت وایی چی روسیه په دی ساختمانونو کی د معلوماتو د ټولونی باندی مصروف وو. سپین کاخ ۹ نهاد او روس هم تحریم کړ.
د امریکا د مالیی وزارت اعلام کړ دا کسان او نهادونه هڅی کړی دی چی ددی هیواد د ریاست جمهوری د انتخاباتو په روند کی تاثیر ګزاره وی.
امریکا وایی چی روسیه د هیلاری کلینتون د انتخاباتو انترنیتی کمپین هک کړی او ددی هیواد د ریاست جمهوری په انتخاباتو کی لاس وهنه کړی دی خو روسیه دا اتهام رد کړی دی.
دونالد ترامپ د آمریکا منتخب رییس جمهور، د اوباما د اقدام په وړاندی وویل: ددا وخت رسیدلی دی چی آمریکا بهتر او لوی اهدافو لوری ته حرکت وکړی.
ترامپ اضافه کړ: په دی اړه به راتلونکی اونی د د آمریکا د اطلاعاتی ټولنی د عالی رتبه مقاماتوسره به کتنه وکړم تر څو په دی اړه نوی حقیقتونه باندی وپوهیږم.
د اوباما اقدام د روسیی د شدید لفظی عکس العمل سره هم مخ سو.
د کرملین د کاخ ویاند وویل: سپین کاخ به په اقدام سره چی امریکایانو ته به د سردرد سی، مخامخ به سی.
دیمیتری پسکوف اضافه کړ: پوتین به ددی عکس العملونو په وړاندی لازمو اقداماتو امر به صادر کړی. پسکوف اضافه کړ البته مسکو د واشنګتن د تحریمونو په برخه کی اندیښنی لری ځکه چی د اوسنی دولت فعالیت به دری اونی نور دوام وکړی. |
![]() |
↧