Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

صهیونیزم، هغه لابی چی تر اوسه سته!

$
0
0
اسرائیل کوچنی هیواد خو قدرتمنده دی په خاورمیانه کی؛ البته جعلی هیواد چی دغربیانو بالخصوص د امریکا د عجیب ملاتړ په واسطه په خاور میانه کی جوړ سو. د عربی او مسلمان دولتونو غبرګونونه په لومړی سر کی چی اسرائیل فلسطین اشغال کړی وو کوم سود نه درلودی او د یهود متحد ملل ملاتړ کوونکی وتوانیدل چی مسلمانان او عرب دولتونه پر ځای کښینوی او د اسرائیل په نامه یو هیواد د فلسطین په زړه کی رامنځته کړی. د امریکا او اروپا ملاتړ د اسرائیل دولت څخه، ددی هیواد سران په یو بمعاشان بدل کړی دی؛ په داسی ډول سره چی ډیرو کسانو ته پوښتنه پیدا کیږی چی د اروپا او امریکا دومره ملاتړ د اسرائیل څخه د څه لپاره دی؛ آیا د اسرائیل په نامه کتله د امریکایانو او اروپایانو ته کوم ګټه لری او یا دا د صهیونیستی سرانو د قدرت څخه په امریکا او اروپا کی سرچینه اخلی او د امریکا او اروپا سران د صهیونیزم د لابیانو څخه حساب وړی او د ناچاری له امله دهغوی څخه ملاتړ کوی؟ په داغه شپو او ورځو کی یو خبر رسنیو پواسطه خپور سو چی تقریبآ د نړی لپاره یو شوک ورکوونکی خبر وو؛ چی د اسرائیل د رژیم سره پواسطه په فلسطین کی شهرک جوړونه او د سازمان ملل غبرګون ددی رژیم د محکومیت په وړاندی د ښارګوټی په جوړولو کی. د اسرائیل دولت له دوو لوری د سازمان ملل و قطعنامی ته غبرګون وښوده: ولی داسی طرحه او پیش نویس دداسی قطعنامی د ځینو هیوادو په واسطه سازمان ملل ته ارائه سوی دی او دوهم ولی دا سازمان هغه په تصویب رسولی دی او دریم ولی امریکا دا قطعنامه د اسرائیل په ګټه نه دی وتو کړی؛ هغه کار چی هر وخت امریکایانو کوی او په وتو سره د اسرائیل رژیم د بحرانونو اوسیلونو څخه ساتله! د هغه خبرو په اساس چی په ددوو اوونیو په آخرو کی سوی دی، بنیامین نتانیاهو د اسرائیل لومړی وزیر چی د خارجی وزارت چاری هم په لاس کی لری، په یو ډیر نامعمول اقدام سره دان شاپیرو د امریکا سفیر په اسرائیل کی احضار کړی دی چی دهغه څخه د امنیت شورا د قطعنامی د وتو څخه د دلیل په اړه پوښتنه وکړی. اسراییل ډیر نور سفیران چی ددی قطعنامی څخه ملاتړ کړی وو، احضار کړی وو. په هغه وخت کی د اسرائیل د خارجی وزارت ویاند وویل چی د امنیت شورا ۱۴ غړی د مختلفو هیوادو سفیران په دی وزارت خانه کی په بیت المقدس کی احضار سوی دی. په اخر کی د امنیت شورا د یو قطعنامی په تصویب کولو سره د اسرائیل ښارګوټی جوړنه محکوم کړ او په اشغال سوی فلسطین کی د ښارګوټی د جوړلو د بندولو غوښتونکی سو. بنیامین نتانیاهو، د امنیت د شورا قطعنامه شرم آور او ضد اسرائیلی وبلل او ټینګار یی وکړ چی اسرائیل به دی قطعنامی ته عمل ونه کړی. هغه د اسرائیل و خارجی وزارت ته امر کړی دی چی د یو میاشت په ترڅ کی د خپل هیواد او سازمان ملل متحد تر منځ اړیکی بیاڅیړنه وکړی او د خپل کار نظر و لومړی وزیر ته اعلام کړی. ښاغلی تنانیاهو همدارنګه د اسرائیل د خارجی وزارت څخه غوښتی دی چی د اسرائیل مالی مرستی د سازمان ملل متحد سره او همدارنګه په دی هیواد کی د سازمان ملل د سفیرانو شتون تر څیړنی لاندی ونیسی. اسرائیل خپل مالی مرسته د سنګال سره هم قطع کړ. لوړ موضوع او د تلاویو د سرانو تند او جدی رفتار، ډیر په دی مجبوروی چی د صهیونیستی رژیم  او امریکا او اروپا سرانو سره اړیکه پیدا کړی او دا معما دهغه لاری وسنجوی. امریکا په خپل مرستو کی د اسرائیل سره کوم مرز نه پیژنی او هیڅ کوم شرط هم نه ټاکی. دا پراخ ملاتړ چی باید دیپلماتیک او رسنیزه ملاتړ هم ورسره وی، په کوم منطق سره صورت نیسی؟ هیڅ کوم الزامات او استراتژیکی دلیل نسته چی د اسرائیل سره دومره مرسته وکړی بیله دی چی ووایو، صهیونیست قدرتمنده لابی ددی جریانو تر ښاه په امریکا کی وجود لری. هغه قدرتمنده او بانفوذه لابی چی د امریکا د تصمیم نیونی په مرکزونو کی د خپل نفوذ څخه په استفادی سره د دولت عمومی افکار او ملت د تلاویو د سرانو د هر ډول فیصلی دقبلولو لپاره آماده کوی او دا راز همغه معما دی چی د تلاویو سران په دی باندی قادروی چی دامریکا سفیر احضار کړی؛ سازمان ملل تهدید کړی او ملتونه حیران کړی! او په نتیجه کی د جهانی قطعنامو و هشدار ته په نه توجه کولو سره همداسی ښارګوټی جوړونی ته په اشغال سوی فلسطین کی ادامه ورکړی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>