$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د افغانستان ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې. په خبر پانه کي راغلی دي، چې افغان ځواکونو دغه عملیات، په ننګرهار، کنړ، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فاریاب او قندوز ولایتونو کې تر سره کړي دي. سرچنیو وای، په دې عملیاتو کې د ۱۴ داعشیانو چې ۷ یې پاکستانیان دي، په ګډون ۶۱ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۱۰ ټپیان او ۷ نور ژوندي نیول شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر ټولو زیات وسله وال د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې طالبانو ته اوښتې، چې ۴۴ تنه یې وژل شوي دي.