Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21283

مجلس د وکیلانو د موټرانو ګرځیدو څخه د غیری قانونی پلیتونو سره وڅیړی

$
0
0
د آوا په خبر ګزاری سره، مجلس هغه وخت دا تصمیم ونیوه چی د پارلمان ځینی وکیلان د ملی شورا د نماینده ګانو د  غیری قانونی پلیتی موټرونو څخه انتقاد وکړ. د ملی شورا د ډیرو غړو موټران غیری قانونی دی او بیله دی چی ګمرکی مراحل ترسره کړی، هیواد ته راوړل کیږی. دا ډول موټرونه په هیواد کی د ( یو کیلی ) د موټرانو په نامه مشهور دی چی بیله ګمرکی محصول هیواد ته داخلیږی او بیله یو کیلی سند بل څه نه لری. ددی ډولو موټرونو مصرف د نورو موټرانو په نسبت چی ګمرکی سند لری نیم برابره دی. ډیر قدرتمنده او د ملی شروا غړی ددی ډولو موټرانو څخه استفاده کوی او د ترافیکو پولیس هم نه سی کولای چی دهغوی د ګرځیدو څخه مخنیوی وکړی. مثلا د ځینو موټرانو په پلیټونو کی نوشته سوی دی: (و-ج ۰۷۸)، (و ۱۱۹ ج)، ( م-ج ۰۵۳)، (م ج – ۳)، (X)، (احمدزی)، (یما تره خیل)، ( رییس احمدزی)، ( ګلبهار )، ( ش – و ۱۳۵) او... . نادرشاه بحر، د نماینده ګانو د مجلس غړی په ننی ناسته کی وویل: د ډیر شرم ځای دی. په داسی حال کی چی قانون ګذاره یو، د قانون ناقض کوونکی واوسو. غلام حسن ناصری، د مجلس بل غړی وویل: د رسنیو څخه ډیر اوریدلی می دی چی قانون ګذار د قانون ناقضین! که مجلس د نمبر پلیټونو د صدور ځای دی؟ ښاغلی ناصری وویل چی دا کار د ټولو وکیلانو حیثیت متضرر کړی دی او ځینی ګزارشونه وجود لری چی ددی توری هندارو موټرانو سره درانده جرایم صورت نیولی دی او انتحاری انتقالیږی. هغه د مجلس څخه وغوښتل چی پرینږدی د مجلس د آدرس څخه، ځینی وکیلان دغیری قانونی پلیټونو موټرانو سره وګرځی. نعمت الله غفاری، د مجلس دوهم معاون چی د ننی مجلس د ناستی ریاست په غاړه درلودی، د داخلی امنیت کمیسیون موظف کړ تر څو دا قضیه وڅیړی. ښاغلی غفاری ټینګار وکړ چی نماینده ګان باید لومړنی کسان وی چی قانون ته احترام وکړی. دهغه په وینا، د قانون څخه لوړ کار دهیڅ چا څخه نه منل کیږی. دا په داسی حال کی دی چی د کابل دترافیکو عمومی مدیریت وویل چی د ملی شورا غړی تر اوسه د خپلو موټرانو لپاره رسمی شمیری نه دی اخیستی او په خپل سر سره شمیری پر موټرانو باندی نصب کړی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21283


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>