$ 0 0 د آوا دخبرګزاری له مخی : د نیویارک ټایمز د رپوټ پر نبسټ،نیلوفر رحماني چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورې ښځې جایزه ترلاسه کړې وه.او د یوې پړاو زدهکړو لپاره دغه هېواد ته تللې ده ویلي چې په افغانستان کې د اوضاع د خرابوالي له امله حاضره نه ده چې بېرته هېواد ته ستنه او د پیلوټې په توګه کار وکړي. رپوټونه رسوي چې په افغانستان کې لومړنۍ ښځينه پیلوټه چې د روزنې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته تللې ده،ویلي یې دي چې حاضره نه ده چې خپل هېواد ته ستنه شي. د نیویارک ټایمز د رپوټ پر نبسټ،نیلوفر رحماني چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورې ښځې جایزه ترلاسه کړې وه.او د یوې پړاو زدهکړو لپاره دغه هېواد ته تللې ده ویلي چې په افغانستان کې د اوضاع د خرابوالي له امله حاضره نه ده چې بېرته هېواد ته ستنه او د پیلوټې په توګه کار وکړي. هغې وویل:«په افغانستان کې وضعیت ښه نه حتا خراب شوی دی؛» پېغلې رحماني ویلي دي چې د افغانستان کاري چاپېریال د هغې لپاره راحته نه دی او نرینه همکاران له هغې سره ښه چلند نه کوي او په ځینو مواردو کې هغې ته سپکاوی هم کوي. ټاکل شوې شوې وه چې پېغله رحماني ۱۵ میاشتې وروسته بېرته هېواد ته راستنه شي،خو هغې ویلي چې غواړي پیلوټه وي خو په افغانستان کې نه بلکې د امریکا د هوايي ځواکونو لپاره.