Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

یو شمېر خصوصي پوهنتونونه جرمي سرغړونې لري

$
0
0
د آوا آژانس له مخی : دغه وزارت ټینګار کوي چې دغه ډول پوهتونونه او د لوړو زده کړو موسسې به عدلي او قضایي اورګانونو ته ور وپېژندل شي او د دوی په اړه هېڅ ډول نرمښت د منلو وړ نه دی. په دې وروستیو کې په سویس کې د افغانستان سفارت لخوا په افغانستان کې د «یومف» پوهنتون د تحصیلي سندونو بې اعتباره بللو اندېښنې رامنځته کړې دي. اوس د لوړو زدکړو وزارت هم د دې پخلی کوي چې دغه وزارت د بهرنیو چارو له وزارت څخه داسې اسندونه ترلاسه کړي دي چې د دغه پوهنتون لخوا د اسنادو په ورکړه کې د پراخو سرغړونو څرګندونه کوي. خو دا اندېښنې یوازې په افغانستان کې د یومف سویس پوهنتون پورې تړلې نه دي.په هېواد کې د ۱۲۷ د لوړو زده‎کړو موسسو او خصوصي پوهنتونو له ډلې څخه،یوازې څو بنسټونه توانېدلي دي چې په معیاري توګه فعالیت وکړي. د لوړو زده‎کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي:«له بده مرغه موږ ځينې داسې خصوصي پوهنتونونه لرو چې حتا جرمي سرغړونې لري.موږ هڅه کوو چې دا راز پوهنتونونه او موسسې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړو ترڅو د هغوی دوسیې وڅېړل شي.» ښاغلي امین زیاته کړه:«د بهرنیو چارو وزارت او په سویس کې زموږ سفارت په افغانستان کې د یومف سویس د پوهنتون په اړه هغه سندونه چې موږ ته یې راکړي دي داسې ښکاري چې د سندونو په ورکړه کې سترې تخطي ګانې شوي دي او په سویس کې داسې پوهنتون شتون نه‎لري.» د ډېریو خصوصي پوهنتونو سوداګریزوالی په دې اړه د یومف سویس پوهنتون د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه شوم. په تېرې یوې لسیزه کې ډېرو پوهنتونونو د اقتصادي ګټې لپاره په فعالیت پیل کړی دی چې دې کار د ناوړه ګټې اخیستو زمینه هم برابره کړې ده. د پوهنتون استاد نصرالله محسني په دې اړه وايي:«په افغانستان کې ډېری خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي او سیاسي پېښې سره رامنځته شوي دي. په داسې حال کې چې په خصوصي پوهنتونو کې د ټولنیزو او فکري فعالیتونو حوزه اسانه ده او زده‎کړیالان کولای شي چې ښې ټولنیز او ښې غونډې ولري، خو په ولایتونو کې د خصوصي لوړو زده‎کړې ډېرې ستونزې لري.» تر دې وړاندې هم لوړو زدکړو وزارت د یوشمېر چارواکو او ولسي جرګې غړو لخوا له خصوصي پوهنتونونو د غیر قانوني تحصیلي اسنادو د ترلاسه کېدو د هڅو خبره کړې وه. د لوړو زده‎کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او موسسو رییس محمد امیر کامه‎وال په دې اړه وویل:«هغو کسانو ته چې والي وي،یا وکیل چې وغواړي له درسونو څخه پرته له خصوصي پوهنتونونو څخه تحصیلي سندونه ترلاسه کړي،موږ دیپلوم نه ورکوو.» د هېواد د خصوصي پوهنتونونو ډېره برخه یوازې په پلازمېنه کې فعالیت لري. د رپوټونو پر بنسټ دا پوهنتونونه د اوسنیو او پخوانیو چارواکو دي. اوس‎مهال ۱۲۷خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>