Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195

په بغلان کې د طالبانو د سیمه‎ييز قومندان وژل کېدل

$
0
0
د آوا آژانس له مخی : په بغلان کې ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د طالبانو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یو سیمه‎ييز قومندان ووژل شو. د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال محب الله کوهدامني په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې په دغې نښته ته کې چې د پنجشنبې پر شپه د ۷ بجو څخه وروسته د دغې ولسوالۍ د وردکو په کلي کې د امنیتي ځواکونو د یوه کمین په پایله کې د طالبانو یو سیمه‎ييز قومندان ووژل شول چې مړی یې هم د پولیسو لاسته لوېدلی دی. په همدې حال کې،د پروان پولیسو د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د یوې چاودنې مخنیوی وکړ. د پروان د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسؤول سلیم نوري په دې اړه وویل چې یوه ۱۶ کیلو ګرامه بوشکه چې له چاودېدونکو توکو څخه ډکه چې د دولت د مخالفیون له خوا د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره د کوه صافي ولسوالۍ په عمومي واټ کې ځای پر ځای شوی وه،له چاودنې څخه وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړل شول.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21195


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>