$ 0 0 د آوا دخبرګزاری له مخی : په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند جنرال چارلس کلیفلند وايي چې دغه ډلې د افغانستان او پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي او له افغان امنیتي ځواکونو څخه د پرېکنده ملاتړ مأموریت ملاتړ اړین بولي. ناټو ژمنه کوي چې ترهګر به په هر ځای کې چې وي په نښه کړي. ناټو او امریکايي ځواکونو په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد کابو ۳۵۰ بریدونه کړي دي ویل کېږي چې په دغو عملیاتو کې تر ۲۰۰ د القاعدې جنګیالي وژل شوي او یا هم نیول شوي دي. جنرال کلېفلنډ وویل:« زموږ لومړی مأموریت د ترهګرو د لمنځه وړو لپاره یو اړخیز ماموریت دی. د دې مأموریت ډېر تمرکز په القاعدې او داعش ډلې دی چې د دغو ډلو څانګې په افغانستان او پاکستان کې موقعیت لري. موږ د دې صلاحیت لرو چې د القاعده او نورو ترهګرو پر ضد یو اړخیز عملیات ترسره کړو.» په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې نړيواله ټولنه دې پر پاکستان فشارونه زیاد کړي ترڅو د دغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو ازادانه فعالیت مخه ونیول شي. د پوځي چارو کارپوه میرزا محمد یارمند په دې اړه وايي:«د ترهګرو د ماتې لپاره موږ د سیمې او نړۍ همکارۍ ته اړتیا لرو.فکر نه کوم چې پاکستان دې په خپلو خبرو کې صادق وي.موږ وایوو کهچېرې پاکستان واقعاً د ترهکرو په وړاندې مبارزه کوي،په خپله خاوره کې دې غیر قانوني مدرسې وتړي.» د پوهنتون استاد قاسم وحیدي په دې اړه څرګنده کړه:«طالبان څو ډلې شوي دي او دا غوره موکه ده چې افغان دولت له دغې موکې څخه استفاده وکړي او د طالبانو له منځلارې ډلې سره خبرې اترې پیل کړي.» ناټو وايي چې طالبانو په روان زیږدیز کال کې ډېرې هڅې کړي دي ترڅو د هلمند، کندز، فراه، ارزګان او څو نورو ولایتونو مرکزونه ونیسي خو د دوی ټول دا عملیات ناکام شوي دي.