Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

د مارجه ولسوالی د دفاع وزارت طالبانو ته پریږدی

$
0
0
د ۱ تلویزیون ادعا کوی: د ملی دفاع وزارت تصمیم نیولی دی چی ټول امنیتی ځواکونه د مارجه ولسوالی چی په هلمند کی دی څخه وباسی او ددی ولسوالی د داری زمینه و هراس افګنانو طالبانو ته برابره کړی. د آوا د خبرګزاری له مخی، دا شبکه ادعا کوی چی اسناد په لاس کی لری چی د میوند ۲۱۵ قول اردو و ځواکونو، ملی پولیسو، محلی پولیسو، نظم عامه پولیسو او ملی امنیت ته امر کړی دی چی د مارجه ولسوالی تخلیه کړی او لشکرګاه او شوراب ته منتقل سی. ددی اسنادو په اساس، په هغه صورت کی چی امنیتی ځواکونه مارجه ترک کړی، ډیر تسلیحات او تجهیزات چی د انتقال وړ نه دی پر ځای پریږدی. د ۱ تلویزیون وایی: د میوند د ۲۱۵ قول اردو د لوړو مقاماتو د هدایت په اساس، د مارجه ولسوالی د تخلیی امر صادر کړی دی. دهغه مکتوبونو په اساس چی د مرکز څخه هلمند ته استول سوی دی، ددی ولایت د قوماندانانو څخه د مارجه څخه د امنیتی ځواکونو د وتلو په اړه د معلوماتو غوښتونکی سوی دی. ددی مکتوب په یو برخه کی راغلی دی: ستاسو ظرفیت د پرسونل، سلاح، لوژستیکی وسایطو او عینیاتو په لحاظ په مارجه کی څومره دی؟ څومره یی دانتقال وړ او څومره دانتقال وړ نه دی؟ دا مکتوب اضافه کوی: په هغه تاسیساتو کی چی ستاسو پرسونل موجود دی څومره ساحه نیسی او کوم ډول ساختمانونه وجود لری او په هغه ځای کی څومره تخنیکی او تکنالوژی نوی او عصری وسایل فعاله دی؟ همدارنګه ستاسو نظر د منفی او یا مثبتی پیامدونو څخه د مارجه په تخلیه کی څنګه دی؟ د پولیسو د کندک څخه چی په مارجه کی مستقر دی داسی ځواب ورکړل سوی دی: یواځی ځینی مهمات، سلاح، فعال وسایل، یو تعداد تجهیزات او مخابروی وسایل د انتقال وړ دی او نور تخنیکی وسایل لکه عارضه دار هاموګانی، کرن دار رومان، مطبخ سیار، بیله واسطی تیلرچه، د تیل او اوبو تانکرونه، هاموی وسیلی، انترنیشنل، رنجرونه، څلورتیره موترسایلکلونه، بطری ګانی، تجهیزات لکه زری داره واسکټونه، د ضربی ضد کلاه او سینه ای پرتله د باربری وسایلو په نه شتون نه سو انتقالولای. ددی اسنادو پّ اساس، په مارجه کی مستقر ځواکونه ویلی دی چی د مارجی څخه د وتلو په صورت کی، د لوژیستیکی وسایلو څخه بیل، تاسیسات او قرار ګاه ګانی، کانتینرونه، ۴۰۰۵۲۰ کیلو بایته او ۲۲ کیلو واټه جنراتوران د انتقال وړ نه دی او باقی پاته کیږی. ولی محمد احمدزی د ۲۱۵ قول اردو قومانده وویل چی په هیڅ صورت کی موږ پلان نه لرو چی یو ولسوالی په ټولو تجهیزاتو سره دشمن ته پریږدو او داموضوع په مکمله توګه تبلیغاتی دی چی د دشمن لخوا لمن وهل کیږی. ددی بیره سته چی د ځواکونو په وتلو سره مارجه ولسوالی د طالبانو پناهګاه جوړ نه سی. صالح محمد ریګستانی، د نظامی چارو پوه په دی اړه وویل: زموږ د ځواکونو وتل د ځینو منطقو څخه د ناچاری له امله دی، طبعآ ځینی مناطق به د طالبانو په لاس کی قرار ولری. هغه همدارنګه اضافه کړ: هیله لرو چی دولت امنیتی خلګ ځای پرځای کړی تر څو حداقل خلګ وکولای سی خپله د ځان څخه دفاع وکړی. د ملی دفاع وزارت او داخلی چارو وزارت د مارجه ولسوالی څخه د امنیتی ځواکونو دوتلو تصمیم ردوی. ویل کیږی چی په تیر وختونو کی هم داسی حادثه صورت نیولی دی او طالبان ځینی تجهیزات د خپل ځانه سره وړی دی. نجیب دانش، د داخلی چارو د وزارت ویاند وویل: هغه وخت چی یو منطقه د طالبانو په لاس کی لویږی، باید موږ ټوله غیری انتقالیدونکی تجهیزات تخریب کړو او موږ څو ځلی دداسی حادثو په رامنځته کیدو سره، ددی تجهیزاتو د تخریب امر مو ورکړی دی. د تیر کال په حوت میاشت کی هم د موسی قلعه او نوزاد ولسوالیانی امنیتی ځواکونه پریښی دی او دوتلو په وخت کی خپل پوستی ته اور اچولی دی. که څه هم هغه وخت دا اقدام تاکتیکی و بلل سو؛ خو تر اوسه د موسی قلعه او نوزاد ولسوالیانی د طالبانو تر کنترول لاندی دی. محمد رادمنش، د ملی دفاع وزارت د ویاند معاون وویل: د استراتژیکی له لحاظه هغه وخت چی موږ ته یوځای اهمیت ونه لری، غر او دشت وی، موږ هڅه کوو چی دخلګو او دولتی اداراتو د حفاظت لپاره په داسی ځای کی پاته سو چی هغوی څخه محافظت وکړو. دهغه په وینا دا کار ملی منافع دی، ملی حاکمیت دی او هغه ارزشونه دی چی زموږ ملی استقلال سره اړیکه لری. هلمند یو د راهبردی ولایتونو څخه دی چی ځینی منطقی یی په څو ځلی د طالبانو او امنیتی ځواکونو په منځ کی لاس په لاس سوی دی. مخکی هم ولسوالیانی او پاسګاګانی په هلمند کی د سلهاوو زرو دالرو په مقابل کی و طالبانو ته پریښودل سوی دی. په حاضر حال کی  د دیشو، باغران، موسی قلعه او نوزاد ولسوالیانی په مکمله توګه د طالبانو په لاس کی دی. د لشکرګاه په ځینو برخو کی هم طالبان وجود لری او ځینی وختونه د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ په دی ځای کی جنګونه کیږی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>