Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

د زرداد پر ضد د شاهدي ورکوونکو د امنیت په اړه اندېښنې

$
0
0
د آوا دخبرګزاری له مخی : په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې یو شمېر افغانان په کابل کې د برېتانیې سفارت ته په ورتلو سره د زرداد فریادي پرخلاف چې په لندن کې محاکمه کېده شاهدي ورکړه،او هغه زنداني شو. د بشري حقونو د څار بنسټ ګواښ کوي چېد زرداد فریادي په ازادېدو سره د ۱۶ افغان وګړو ژوند له ګواښ سره مخ دی. په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې یو شمېر افغانان په کابل کې د برېتانیې سفارت ته په ورتلو سره د زرداد فریادي پرخلاف چې په لندن کې محاکمه کېده شاهدي ورکړه،او هغه زنداني شو. د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې پټرېشیا ګاسمن وايي چې نوموړې د دې پېښې کتونکې وه. مېرمن ګاسمن زیاته کړه:« دغه ۱۶ کسان اوس په افغانستان کې اوسېږي، همداراز یو شمېر مرستندویه کارګرانو هم شاهدي ورکړه، زه هم په محکمه کې وم او له همدې امله د دغو شاهدي ورکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ دی.» حقوق پوهان هم د زرداد فریادي د خوشي کولو په اړه د افغان حکومت پر چلند نیوکه کوي. حقوق پوه عبدالسبحان محصباح په دې اړه وویل:«له تیوري پلوه،د افغانستان د اساسي قانون د ۷۵ مادې په مطابق، د افغانستان د ټولو وګړو لپاره کسي خوندیتوب،د حکومت له ډېرو مهمو دندو څخه دي.خو په عمل کې دا چې د افغانستان اوضاع د امنیتي پلوه د خرابېدو په حال کې ده.اړینه ده چې د هغو کسانو لپاره امنیتي تابیاوې چې په دې اړه یې شهادت ورکړی، په پام کې ونیسي.» د پوهنتون استاد حکمت‎الله شهباز څرګنده کړه:«د زرداد په څېر کسان د دې لامل کېږي چې په ټولنه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي او همدارنګه د هغو کسانو ژوند چې په محکمه کې یې د هغه پر ضد شهادت ورکړی وه،له ګواښ سره مخامخ کړي.» د حزب اسلامي پخوانی قوماندان زرداد فریادي د کورنیو جګړو پرمهال په جنګي جرمونو او جنایتونو تورن دی. نوموړی تېره اوونۍ افغانستان ته له راستنېدو سره سم ونیول شو خو اوس په ضمانت خوشی شوی دی او تراوسه د هغو تورونو په اړه چې پر نوموړی لګېدلي څه نه دي ویل شوي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>