Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

په ننګرهار کې یوه پلار خپل ۷ میاشتنی زوی حلال کړی

$
0
0
د آوا دخبرګزاری له مخی : دغه پېښه د سې‎شنبې په ورځ(د لیندۍ په ۳۰ مه) له هغې وروسته په ننګرهارکې رامنځته شوه چې دغه کس خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ او د خپل د اوو میاشتو ماشوم یې له ځان سره وساته او وروسته د خپل زوی سر یې په چړې سره پرې کړ. یوه پلار په ننګرهار کې د خپلې مېرمنې له طلاق څخه وروسته په چړې سره د خپل اوه میاشتني زوی سر پرې کړی. دغه پېښه د سې‎شنبې په ورځ(د لیندۍ په ۳۰ مه) له هغې وروسته په ننګرهارکې رامنځته شوه چې دغه کس خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ او د خپل د اوو میاشتو ماشوم یې له ځان سره وساته او وروسته د خپل زوی سر یې په چړې سره پرې کړ. د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د بېزاکمالاتي اوسېدونکي وایي، چې دلته په یوه کوره کې یوه کس خپل ۷ میاشتنی زوی وروسته تر هغې په چاقو سره حلال کړی چې خپلې مېرمنې ته یې طلاق ورکړ. د حلال شوي کوچني رحمان الله د مور کورنۍ شوې پېښه مني او د کوچني پلار امان الله ته د سختې سزا غوښتنه کوي. پولیس خبر ورکوی چې امان الله نومی کس چې خپل زوی یې حلال کړی نیولی یې دی. د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر جمیل تندرايي وايي:«کله چې مېرمن یې له کور څخه بهر شوه او د پلار د کور په لور روانه شوه،دغه کس خپل د اوو میاشتو ماشوم یې کوڅې ته بهر کړی حلال او په شهادت یې رسولی دی.» په ختیځه حوزه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر غړی غلام حسین بې وس دغه پېښه زړه بوږونکې او نه بښوونکې بولي. ښاغلي بې وس زیاته کړه:«دا یوه ډېره ترخه پېښه ده.نه یوازې موږ بلکې د خیتځې حوزې ټول خلک په دې اړه اندېښمن شوي دي.» ویل کېږي چې دغه کس دوه لوڼې هم لري. د دغې کورنۍ غړي او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له عدالي او قضايي غړي غواړي چې دغه کس د خپلو کړونو سزا ته ورسېږي. د پلار له لوري د خپل ۷ میاشتني زوی د سر پرې کولو مسئله په ټولنیزو رسنیو کې هم خورا ګرمه ده او ورته د سختې سزا د اورولو غوښتنه کېږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>