Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167

هیڅوک له قانون څخه لوړ نه دی

$
0
0
موږ په داسې حال کې د بشر د حقونو نړیواله ورځ نمانځو چې زموږ هېواد له یوه لوري د بشر د حقونو د بنسټي کولو او د هغو د ملاتړ لپاره مهم ګامونه اخیستي او له بل لوري اوس هم د روان تحمیلي جنګ څخه د ورپېښو ننګونو او د تېرو جنګونو له زیانونو څخه خوندي نه دی. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني دغه مطلب نن سهار په سرینا هوټل کې د بشري حقونو له مدافعانو څخه د ملاتړ ملي پروګرام ته د وینا پرمهال بیان کړ. جمهور رئیس د بشري حقونو مدافعانو ته په خطاب کې وویل، هیله ده یوازې د بشري حقونو نه، بلکې د افغانستان د اساسي قانون د مدافعانو په نوم هم یاد شئ، ځکه هر څه چې د بشر د حقونو په نړیواله اعلامیه کې ځای پرځای شوي په ښه او جامع شکل د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي دي. جمهور رئیس وویل، موږ ټول په دې توافق لرو چې د عدالت د تامین او د وګړو د حقونو یوازینۍ لاره د قانون حاکمیت دی. هغه زیاته کړه، په دې هکله د ملي اجماع موجودیت په اساسي قانون او د خپلو رسنیو په بحث کې لیدلی شو. نن زموږ خلک ۱۵ کاله پخواني خلک نه دي، د خپلو حقونو په اړه پوره پوهه او د عدالت د تامین لپاره رسا غږ لري. محمد اشرف غني وویل، د بشر د حقونو له مقام څخه خبرېدل او د بشري حقونو ارزښتونو باندې باور د دغو ارزښتونو د تطبیق او تحقق لپاره لومړی پړاو دی. په دې مسیر کې وروستي ګامونه له قانوني لارو د دې قواعدو د رعایت لازمي کول او د اجرایي میکانیزمونو ایجاد او همدارنګه د هغه ضمانتي میکانیزمونه دي چې د بشري حقونو موضوع له خیال او هیلو څخه په عملي بهیر بدله شي. هغه په ټینګار وویل، باید دا ډاډ په خلکو کې رامنځته شي چې څوک د هغوی په خصوصي حریم تعرض ممکن نه وي او همدارنګه به ونشي کولای چې عمومي حوزې ته لاس وغځوي. جمهور رئیس دې‌ته په اشارې چې ځینې تهدیدونه مو په هېواد کې شاته پريښي وویل، د دې شاهدان یوو چې د دولت په اساسي بنسټونو لکه ملي اردو او ملي پولیسو او همدارنګه عدلي او قضایي ارګانونو باور پیاوړی شوی دی. او همدارنګه ورځ په ورځ د مدني ټولنې توانمندي د بیان ازادۍ سره د بنسټي کېدو تر څنګ او د مطبوعاتو او رسنیو ویښونکی رول، د قانون ماتولو او د بشر د حقونو د نقض کچه د جنګي شرایطو په نسبت په پام وړ توګه کم کړی دی. جمهور رئیس غني وویل، پر دې سربېره نن هره پالیسي، برنامه او قانون چې حکومت یې تدوین او تصویبوي د بشري حقونو لید او د هغوی په الزامیتونو ولاړ دی. هغه وویل، موږ په تېر یو کال کې د قانون جوړونې برخې ته زیات پام کړی او په ډاډ ویلی شم چې د دې قوانینو وضعه کول د بشري حقونو موازینو ته د درناوي په روحیه، د اساسي قانون چوکاټ او د دغو ارزښتونو په پراختیا کې دي. محمد اشرف غني څرګنده کړه، په کومه اندازه چې د مدني او سیاسي حقونو انکشاف او ساتنه د حکومت له مکلفیتونو څخه ده، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي حقونو ته د خلکو د لاسرسي ښه‌والی هم د ودې او هوساینې اساسي مبنا ده. هغه زیاته کړه، د افغانستان د انکشاف او سولې ملي پلان چې په راتلونکو څلورو کالو کې د هېواد پرمختیایي تګلوری ټاکي چې بروکسل کې زموږ د بین المللي همکارانو د مالي ملاتړ لامل شو، له همدې لید سره دویم نسل ته د بشري حقونو ارزښتونه بنسټي شوي چې زموږ خلکو ته مستمر او متوازن انکشاف تامین کړي. جمهور رئیس د بشري حقونو د دفاع، پیاوړتیا او موثر ملاتړ لپاره د موثرو او تاثیر لرونکو عدلي او قضایي بنسټونو اړتیا ته په اشارې وویل، د خوشحالۍ ځای دی چې د هیواد په قضاییه قوه او لویه څارنوالي کېاصلاحات په دې نیت راغلي دي چې د بشري حقونو رعایت ته جدي توجه وشي او د جرمونو او ظلمونو قربانیان عدالت احساس کړي۰ جمهور رئیس وویل، خوشحاله یم چې عدالت ته لاسرسي اسانه شوی او ورځ تر بلې ښه کېږي۰ هغه ډاډ ورکړ، نن یو ځل بیاتاسې ته ډاډ درکوم چې د خلکو د حقونو د ملاتړ په دغو کلیدي ادارو کې به د اصلاحاتو لړۍ تهادامه ورکړو. هغه زیاته کړه، قانون لومړی په ما او بیا د هېواد په ټولو خلکو تطبیقېږي ، ځکه دا د افغانستان د خلکو اجماع او غوښتنه ده. جمهور رئیس غني په ټینګار سره وویل، هیڅوک له قانون لوړ نه دی او زیاته یې کړه، د بشري حقونو د مدافعانو ملاتړ د حکومت او د هیواد د عدلي او قضایي ارګانونو یو مکلفیت دی۰ جمهور رئیس دې‌ته په اشارې چې ځینې تهدیدونه مو په هېواد کې شاته پريښي وویل، د دې شاهدان یوو چې د دولت په اساسي بنسټونو لکه ملي اردو او ملي پولیسو او همدارنګه عدلي او قضایي ارګانونو باور پیاوړی شوی دی. او همدارنګه ورځ په ورځ د مدني ټولنې توانمندي د بیان ازادۍ سره د بنسټي کېدو تر څنګ او د مطبوعاتو او رسنیو ویښونکی رول، د قانون ماتولو او د بشر د حقونو د نقض کچه د جنګي شرایطو په نسبت په پام وړ توګه کم کړی دی. جمهور رئیس غني وویل، پر دې سربېره نن هره پالیسي، برنامه او قانون چې حکومت یې تدوین او تصویبوي د بشري حقونو لید او د هغوی په الزامیتونو ولاړ دی. هغه وویل، موږ په تېر یو کال کې د قانون جوړونې برخې ته زیات پام کړی او په ډاډ ویلی شم چې د دې قوانینو وضعه کول د بشري حقونو موازینو ته د درناوي په روحیه، د اساسي قانون چوکاټ او د دغو ارزښتونو په پراختیا کې دي. محمد اشرف غني څرګنده کړه، په کومه اندازه چې د مدني او سیاسي حقونو انکشاف او ساتنه د حکومت له مکلفیتونو څخه ده، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي حقونو ته د خلکو د لاسرسي ښه‌والی هم د ودې او هوساینې اساسي مبنا ده. هغه زیاته کړه، د افغانستان د انکشاف او سولې ملي پلان چې په راتلونکو څلورو کالو کې د هېواد پرمختیایي تګلوری ټاکي چې بروکسل کې زموږ د بین المللي همکارانو د مالي ملاتړ لامل شو، له همدې لید سره دویم نسل ته د بشري حقونو ارزښتونه بنسټي شوي چې زموږ خلکو ته مستمر او متوازن انکشاف تامین کړي. جمهور رئیس د بشري حقونو د دفاع، پیاوړتیا او موثر ملاتړ لپاره د موثرو او تاثیر لرونکو عدلي او قضایي بنسټونو اړتیا ته په اشارې وویل، د خوشحالۍ ځای دی چې د هیواد په قضاییه قوه او لویه څارنوالي کېاصلاحات په دې نیت راغلي دي چې د بشري حقونو رعایت ته جدي توجه وشي او د جرمونو او ظلمونو قربانیان عدالت احساس کړي۰ جمهور رئیس وویل، خوشحاله یم چې عدالت ته لاسرسي اسانه شوی او ورځ تر بلې ښه کېږي۰ هغه ډاډ ورکړ، نن یو ځل بیاتاسې ته ډاډ درکوم چې د خلکو د حقونو د ملاتړ په دغو کلیدي ادارو کې به د اصلاحاتو لړۍ تهادامه ورکړو. هغه زیاته کړه، قانون لومړی په ما او بیا د هېواد په ټولو خلکو تطبیقېږي ، ځکه دا د افغانستان د خلکو اجماع او غوښتنه ده. جمهور رئیس غني په ټینګار سره وویل، هیڅوک له قانون لوړ نه دی او زیاته یې کړه، د بشري حقونو د مدافعانو ملاتړ د حکومت او د هیواد د عدلي او قضایي ارګانونو یو مکلفیت دی۰ جمهور رئیس دې ته په اشارې چې زموږ په ټولنه کې د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو د تطبیق یو لوی ملاتړ ، د اسلام د مبین دین لوړ ارزښتونه دي چې په فقه او اسلامي شریعت کې منعکس شوي دي. هغه وویل، موږ پوهېږو چې زموږ په پاک دین او شریعت کې د انسانانو د سر او مال او عزت په ساتلو باندې ډېر تاکید شوی او د اسلامي فقهې تقنیني احکامو د انسانانو د حقوقو د دفاع لارې چارې تضمین کړي دي. محمداشرف غني وویل: حق الله د حکومت وظیفه ده، خو حق العبد هیڅوک نشي بښلی، دلته باید بشپړ وضاحت موجود وي. هغه زیاته کړه، دولت د هیڅ معاهدې او موافقې له مخې اجازه نه لري چې حق العبد وبښي، ځکه دا زموږ د دین فرمان او امر دی چې موږ یې د هېواد د اساسي قانون سره سم پلي کولو ته ژمن یوو. جمهوررئیس وویل، د خلکو د ژوند په مقابل کې بي پروايي او په دې برخه کې د طالبانو او د هغوی د همفکرانو اعمال، نه یوازې دا چې د منل شویو بین المللي میثاقونو، بلکې د اسلامي شریعت د تعلیماتو سره هم په څرګنده توګه په تضاد کې دي. جمهوررئیس د کندهار ولایت د هوايي ډګر د پنځو کارکوونکو وژلو ته په اشارې وویل: هغه بې غیرته چلند چې خونکارانو په دې وروستیو ورځو کې په کندهار کې وکړ او د هوایي ډګر پنځه کارکوونکې یې شهیدانېکړې، له دین او عقیدې سره د ترورستانو د نا اشنایي او د دیني تعلیماتو د غلط تفسیر نتیجه ده۰ د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، موږ په تېرو پنځلسو کالو کې ولیدل چې تروریستانو په جوماتونو ځانمرګي بریدونه وکړل د ماشومانو په ګډون یې په سپین ږیرو او دیني علماوو هیڅ رحم ونه کړ. جمهوررئیس غني وویل، د ترورستي ډلو ځینې اعمال د بشریت په خلاف جنایت او جنګي جرایمو صریح مصداق بللای شو۰ هغه وویل: اخر هم عدالت پلی کېدونکی دی، د بشر پر حقونو تېری او د الهي شریعت حریم ماتول به بې ځوابه پاتې نشي. دا زموږ د دین پیغام دی چې تل یې د عدالت امر کړی دی او د جرم او جنایت ارتکاب یې منع کړی دی، همدارنګه یې مظلومانو او ځپل شویو ته زیری ورکړی دی چې ناهیلي نشي او باور ولري چې د هغوی آه او فریاد به ضایعه نشي. جمهوررئیس وویل: د افغانستان دولت ځان موظف ګڼي چې په خپل ټول توان د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن پاتي شي او هغه کسان چې د بشر د حقونو د دفاع په لاره کې هڅه کوي ملاتړ به یې کېږي او په افغانستان کې د بشر د حقونو د بنسټي کېدو په موخه به ټول لازم تدابیر نیسي. هغه زیاته کړه: د افغانستان دولت یو مسوول او ځواب ورکوونکی دولت دی، له پخوا څخه راپاتې ترخو تجربو ته په پام دغه برخه کې په هیڅ وجه نه غواړي شاته تګ وکړي او موږ په هېواد کې د بشر د حقونو د سرغړونو د قربانیانو د یاد ورځو نمانځنو ته اړتیا ونه لرو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسې سیماسمر خبرې وکړې او د یاد کمیسیون لاسته راوړنې یې یادې کړې وې ویل: موږ په افغانستان کې د بشر د حقونو د وضعیت د ښه‌والي شاهدان یوو. هغې زیاته کړه: هغه بنسټونه چې د ښځو، ماشومانو، معلولیت لرونکو وګړو د حقونو او د آزادو رسنیو لپاره کار کوي، دا ټول د بشر د حقونو مدافعان دي ځکه چې د یوې ولسواکې او له تاوتریخوالي پاکې ټولنې لپاره د بشري ارزښتونو د دفاع سفیرانو ته اړتیا لرو. سیما سمر څرګنده کړه، په شخړو او جنګ کې ښکېلو هېوادونو کې چې د بشري حقونو د ارزښتونو د بنسټي کولو لپاره د قانون حاکمیت قوي نه وي، نو هلته قربانۍ ته اړتیا ده، ځکه نو موږ د بشر د حقونو د مدافعانو قربانۍ ته په افغانستان کې په درنه سترګه ګورو او تمه لرو چې حکومت د هغوی ملاتړ او قدر وکړي. هغه په امنیتي، د ښځو حقونو، ماشومانو حقونو، معلولیت لرونکو افرادو حقونو، دولتي موقعیتونو څخه ناوړه ګټې، د معتادینو بشري حقونو وضعیت، اداري فساد، عدالت ته لاسرسي څخه محروموالي، ښې حکومتولۍ د سولې په مذاکراتو کې د عدالت او د قربانیانو حق ته د نه پاملرنې په برخو کې د یاد کمیسیون اندېښنې مطرح کړې او په دې برخو کې یې د حکومت د زیاتې توجه غوښتنه وکړه. ارګ-ریاست جمهوری

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>