Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 23174

ایشچی؛ څو منظوره سناریو!

$
0
0
که نړی د قدرتونو جاسوسی سازمانونو پر عملکرد باندی په شلمه پیړی کی توجه وسی ډیر بداخلاقی دهغه سازمانو دا د داخلی او خارجی رقیبانو په وړاندی ولیدل سی. قتل، جنسی تیری، فاحشګی دام ته ګیرول، د اشخاصو خصوص ارتباطاتو او ژوند څخه تصویر اخیستنی د جاسوسی سازمانونو د ډیرو اسانو کارونو څخه دی. هغه کتاب څخه یادونه کوم چی د جاسوسی سازمانونو تر عنوان(کا، جی،بی) لاندی د ۶۰ او ۷۰ خورشیدی لسیزو کی په ایران کی خپور سوی وو. هغه کتاب دهغه کسانو لخوا لیکل سوی وو چی یا هم تجربه درلودی او یاهم څیړنی ترسره کړی وو او ډیر د غربی هیوادو غیری اخلاقی عملکردو او هغوی سازمانونو ته اشاره درلودی. دهغه مواردو څخه چی ورته اشاره سوی وو د اروپایی هیوادو د دیپلوماتونو په دام نیول د استخدام سوو فاحشو پواسطه په سازمان کی وو چی په ډیر ډولو سره د هیوادو دیپلوماتو سره اړیکی برقراره کولی، او هغه وخت به د نامحسوس ابزارو پواسطه عکس او فیلم اخیستل او د فشار په توګه دهغه څخه استفاده کوله. او بیا هغه وخت دیپلوماتان مجبوروله چی د ضرورت وړ اطلاعات دا سازمان ته په اختیار کی ورکړی. دداخلی رقیبانو د منځه وړلو لپاره هم د نورو وسیلو څخه استفاده کوله. د شوری اتحاد سقوط شاید دا ذهیت کمرنګه کړی وی چی کا، جی، بی وجود نه لری او نورسازمانونه به داسی شکاره بد اخلاقیوته لاس پوری نه کړی. خو د انګلیس(ام، آی،۶) او امریکا(سی، آی، ا) جاسوسی سازمانونه هم همدارنګه مشابه عملونه ترسره کړی دی او دا سازمانونه هم دخپلو اهدافو د رسیدلو لپاره دهر وسیلی څخه استفاده کړی دی. داسی لیدل کیږی چی د جاسوسی سازمانونو د پروژو کپی سازی افغانستان ته هم رسیدلی دی او ځینی جاسوسی سازمانونه د دوستم په وړاندی دهمدی اهرمونو په استفادی سره غواړی خپل هدفونو ته ورسیږی. د جنرال دوستم او احمد ایشچی کیسه یواځی د همدی برخی څخه د تحلیل وړ دی. جنرال دوستم یو قدرتمند ازبک، دوه کاله مخکی د اشرف غنی ټیم سره یوځای سو تر څو د خپل په یوځای کیدو سره وکولای سی د ازبکانو منافع تامین کړی. د اشرف غنی په بریالی کیدو سره د جنرال دوستم دوهم قدرت کیدل آسانه کار نه وو چی د ټولو معلومو څیرو په واسطه د قبول وړ وی. ځینی په چپ او ځینی هم د طالبی په راستو هویت سره دا نه غوښتله چی جنرال دوستم د ازبکانو څخه د رییس جمهور ترڅنګ دداسی خاص ځایګاه او قدرتمندی څخه برخمن وی. دا بدبینی ددی لامل سو چی په دا دوو کالو کی جنرال دوستم خپل ځای د لومړی معاون په توګه په حکومت کی نه دی احراز کړی. د اساسی قانون په اساس، د رییس جمهور وروسته، دهغه لومړی معاون دصلاحیتونو درلودونکی دی، خو د رییس جمهور په سفرونو سره، هغه خپل قانونی صلاحیتونو ته لاسرسی پیدا نه کړ. په اخر کی دوستم لاس په شکایت ونیول او په یو خبری ناسته کی ریاست جمهوری یو قوم ګرا وبلل او وویل: که حنیف اتمر او معصوم استانکزی اشرف غنی ته ووایی چی شیر تور دی نو اشرف غنی به هم قبول کړی.!. خو داسی خبرو ته حکومت او اشرف غنی کوم توجه ونه کړ، خو داسی لیدل کیږی چی داخبری د اشرف غنی او دهغه ټیم په زړه کی د کینی په توګه پاته سو او د اشرف غنی ټیم د فرصت لپاره صبر وکړ چی ترڅو د جنرال دوستم شخصیت کم کړی او خپل کینی دهغوی په وړاندی خپور کړی. د احمد ایشچی ماجرا دحکومت او ټیم لپاره ډیر ښه زمینه منځته راوړه. په معروف قول سره د حکومت او غربی هیوادو چاقو ګانی لاسونه پیدا کړ تر څو ددوستم د ریشو په قطع والی باندی شروع وکړی. د طلوع تلویزیون، چی دیو رسنی په توګه د پیسی په وړاندی هر ډول بد اخلاقی خبری خپروی، دا پروژه تر لاس لاندی ونیول. او ددی باعث سو چی احمد ایشچی په مظلوم نمایی سره کابل ته راسی او دهغه د نږدیولی قضیه و طالبانو ته هیر سی او دهغه څخه یو بی ګناه څیره ترسیم سی. خو د افغانستان د حکومت جناح دهغه لپاره وږاړی او غربی رسنی هم ددرواغو اوشکی شروع په بهیدو کړی! اوس ایشچی هغه بیګناه شخص دی چی د دوستم لخوا تر جنسی تیری لاندی قرار نیولی دی.!! دوهمه پرده؛ ددی سناریو غوښتنی د افغانستان دحکومت لپاره: تر هغه ځایه چی دا کیسه د افغانستان د ډیرو خلګو لپاره د باور وړ نه دی، د طلوع تلویزیون بل ګام واخیستی او دا اعلان یی وکړ چی ایشچی د معاینی لپاره و بګرام ته استول کیږی چی د دوستم د تیری کیسه شکاره سی، هغه کسان چی دا معاینه ترسره کوی امریکایی ځواکونه په بګرام کی دی.! په دی ځای کی ددی سناریو څخه بل پرده شروع کیږی او ډير خلګ دځانه پوښتنه کوی چی امریکایان په دی پروژه کی په کوم ځای کی قرار لری؟ په ظاره سره داسی معلومیږی چی امریکایان د بشر دحقونو لپاره په دی پروژه کی حضور پیدا کړی دی او غواړی چی د بشر دحقونو ناقضان د خپل عمل و سزا ته ورسوی؟   خو واقعیت بل څه دی، تاریخ شکاره کړی دی ترڅو چی د امریکا منافع دا ایجاب ونه کړی نو هیڅ وخت د بشر دحقونو لپاره کوم کار نه ترسره کوی. که امریکایان د بشری حقونو طرفدار دی نو فلسطین خلګ د شپیتو کالو څخه ډیر د اسرائیل جنایتونه پر ځان باندی وړی، نو مسئله د بشر حقوق لپاره نه دی او امریکایان و احمد ایشچی ته زړه نه دی سوځولی. واقعیت دادی چی هغه وخت چی طالبان د روسیی سره اړیکه رامنځته کړ، طالبان نور نه سوای کولای چی دروسیی په وړاندی کوم عمل ترسره کړی او اوس باید یو بل ډله دافغانستان په شمال کی رامنځته سوی وای چی د روسیی په وړاندی عمل ته وارد سوی وای چی هغه عبارت دداعش د تروریستی ډلی څخه دی. خو دوستم په شتون په شمال کی نه سی کولای کوم ځای دځان لپاره پیدا کړی او باید دوستم له منځه ولاړ سی یاهم داسی ضعیف سی چی ونه سی کولای د داعش د حضور په وړاندی کوم خنډ رامنځته کړی نو ددی لپاره ډیر ښه لاره د دوستم بدنامه کول دی. نو بنا پر دی په دی سناریو کی د طلوع تلویزیون، د افغانستان حکومتی مقامات او د امریکا مقامات په واحد صف کی قرار نیولی دی او هر یو دخپل منافع لپاره هڅی کوی. د طلوع تلویزیون د رسنیو په پوشش سره دی پروژی ته لاس اچولی دی او ددوو ځواکو لخوا لوژیستکی ملاتړ ورسره کیږی. د افغانستان دولت یو لوی رسمی-دولتی منتقد د لاری څخه ایسته کوی او په شمال کی دداعش د حضور لپاره زمینه برابروی. دا پروژه د روسیی دمقابلی لپاره د ډیر اهمیت څخه برخمن دی او د افغانستان دحکومت لپاره هم ارزش لری؛ ځکه چی ازبکان د دوستم پر راچاپیره سره یوځای سوی دی او دهغه بدنامی دازبکانو د پراګندګی او ویش سبب ګرځی، او نور به ازبکان ونه سی کولای سر راپورته کړی. دامریکا یانو لپاره هم دا پروژه ډیر ګټی لری؛ ځکه چی دداعش ډلو مستقر کیدل دروسیی مرزونو سره هغه هیواد د داعش سره مخامخ کیږی او دسوریی په خاوره کی نور د روسیی مداخلات کمیږی او امریکا په راتلونکی کی د سوریی په شکل ورکولو کی ښه نقش ترسره کولای سی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 23174

Latest Images

Trending Articles

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>