Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21153

سلنه هېوادوال د ملي شورا د غړو له کړنو ناخوښ دي

$
0
0
د آوا آژانس له مخی : د افغانستان د آزادۍ کور څېړنیز بنسټ یو نوې نظر پوښتنه يي چې ډېری هېوادوال د ملي شورا له کړنو ناخوښ دي او د هغوی ۶۴ سلنې ویلي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ولسي جرګې اوسنیو غړو ته به رایه ور نه کړي. په دغې نظرپوښتنه کې چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۷ زره او ۳۶۷ تنو سره خبرې شوې او د دوی د خبرو پایلې د دې ښودنه کوي چې ۷۰ سلنه ځواب ورکونکي د ملي شورا کړنو ته هیله من نه دي. د دغې نظرپوښتنې له مخې کابو ۲۲ سلنه افغانان په دې باور دي چې د ملي شورا غړي د قانون جوړولو، د حکومت پر کړنو د څارنې او له خلکو سره د اړیکو په برخو کې موافق وو. د آزادۍ کور بنسټ لوړپوړی څېړونکی روح‎الله رضواني:«۳۳ سلنه خلکو ویلي چې له فساد سره د مباررې په کار کې د ملي شورا کړنو هېڅ اغېزې نه‎دي لرلې.» ځواب ورکوونکو د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ملي شورا غړي د ملي بودیجې په تصویب کې عادلانه، متوازن او مسلکي عمل کړی که نه؟« یوازې ۱۳ سلنه ځواب ورکوونکي موافق و او ۵۵ سلنه نورو ویلي د ملي شورا غړو د بودیجې په تصویب کې عادلانه، متوازن او مسلکي عمل نه دی کړی.۳۷ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي د ملي شورا غړو د فساد په زیاتوالي کې مستقیم رول لري.» د آزادۍ د کور خبریال علي آقا مزیدي څرګنده کړه:«د ملت په کورکې،ښاغلي او اغلې له یو بل سره ښکېل دي.ښاغلي له ښاغلي او اغلې له اغلو سره ښکېل دي؛هغوی هم نه د ملي مسایلو،بلکې د شخصي مسایلو په اړه هم.» ۱۹،۵ سلنه ځواب ورکونکو ویلي په ملي شورا کې ددوي استازي ملي ګټو ته پر شخصي ګټو ترجیح ورکوي او یوازې ۱۱،۷ سلنه ویلي استازي د ملي شورا په ټولو غونډو کې ګډون کوي. د ملي شورا د غړو غبرګونونه د ولسي جرګې غړي ګل پادشاه مجیدي وویل:«هغوی(استازي)د یوه انسان او مسلمان په صفت چې دغه ملت ته د خدمت لپاره یې لوړه کړې،له بده‎ مرغه(لوړه)یې په پام کې نه‎ده نیولې.» د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي وايي:«د خلکو څرګندونې به بې ځایه نه‎وي.» د ولسي جرګې غړي بشیر احمد‎ ته‎ینج څرګنده کړه:«د افغانستان پارلمان له داشان طریقې سره نه اداره کېږي؛ د یو کسیز سیاست او د افغانستان د ملي شورا د غړو ترمنځ نفاق نه ‎شي کولای چې د خلکو غوښتنې ترلاسه کړي.» د دغې نظرپوښتنې له مخې ۶۴ سلنه افغانانو ویلي د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې به اوسنیو استازو ته رایه ورنهکړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21153


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>