December 14, 2016, 6:23 am
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرفغني نن له غرمې مخکې د امریکا متحده ایالتونو، المان، ترکیې، کاناډا، ناروې، فرانسې، جاپان، انګلستان سفیرانو او د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر سره وکتل.
د یادو هېوادونو سفیرانو د احمدخان ایشچي د موضوع په اړه د هر اړخیزو څېړنو په اړه د حکومت د موقف هرکلی او د ملاتړ اعلان وکړ. هغوی د هر اړخیزو او بې طرفانه څېړنو او د شفاف حساب ورکولو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او د قانون په حاکمیت یې ټینګار وکړ.
جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل، لکه د حکومت په رسمي موقف کې چې یادونه شوې، حکومت به د احمدخان ایشچي موضوع د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې په هر اړخیزه توګه وڅېړي.
هغه زیاته کړه، حکومت د اسلامي ارزښتونو، اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانینو د حکمونو او د بشري حقوقو میثاقونو پر وړاندې د افغانستان د ژمنو مطابق د وګړو د ژوند، انساني کرامت او مصئونیت ساتنه له خپلو اساسي مکلفیتونو څخه ګڼي. |
![]() |
↧