$ 0 0 تواب غوررزنګ؛ د ملی امنیت د شورا ویاند اعلان کړی دی چی دولت د سازمان ملل څخه د ګلبدین حکمتیار د تحریمونو د ایسته کولو غوښتنه کړی دی. هغه وویل چی دولت دا غوښتنه د خارجی وزارت له طریقه او په سازمان ملل کی دافغانستان د دایم نماینده ګی په واسطه د سازمان ملل د امنیت شورا تحریمونو کمیتی ته استولی دی. غورزنګ اضافه کړ چی د کمیتی رییس او غړی د هغه سفر په لړ کی چی افغانستان ته درلودی، وعده ورکړ چی د افغانستان د غوښتنی په لاسته کولو وروسته به د څیړنی لپاره هڅی شروع کړی تر څو د افغانستان غوښتنه د امنیت د شورا د غړو د قبول وړ وګرځی. هغه د تحریمونو د ایسته کولو دوخت په اړه وویل چی دا کار د سازمان ملل د تحریمونو په کمیتی پوری اړه لری. د ښاغلی غورزنګ په وینا کابل هیله لری چی ددی تحریمونو په ایسته کیدو سره، د دایمی سولی او ثبات لپاره لاره هواره سی. د افغانستان او اسلامی حزب ترمنځ د سولی توافقنامه ددی کال د میزان په اتمه امضاء سو. کوم شک نسته چی ریاست جمهوری ډیر ددی هیله لری چی ګلبدین حکمتیار ډیر ژیر د کابل د سولی و سیاسی ژوند ته بیرته راوګرځی او په همدی دلیل، دیر هڅی کوی چی آخری موانع په دی لاره کی له منځه یوړل سی او د بین المللی تحریمونود ایسته کولو لپاره غوښتنه هم دهمدی هڅو څخه شمیرل کیږی. په دی حساب سره، اوس ګلبدین حکمتیار، یو قدم و کابل ته د بیرته راګرځیدو لپاره واټن لری. هیله ده چی د سازمان ملل امنیت شورا هم ډیر ژیر دا تحریمونه ایسته کړی؛ خو دا تحول پخپله د ګلبدین حکمتیار د بیرته راګرځیدو زمینه وی، د افغانستان د ټولو خلګو په نظر، یو مثبت او مبارک حادثه شمیرل کیږی؟ بله پوښتنه دادی چی د حکمتیار بیرته راګرځیدنه، په عمل کی به کوم مهم سیاسی پیغام په بدل کی ولری؛ هغه پیغام چی دهغه په اساس د امنیت وضعی د سم کیدو شاهدان واوسو؟ په اخیر کی د آسیا بنیاد دهغه څیړنی په لړ کی چی ترسره کړی وو، د افغانستان د خلګو ناهیله توب د نورو کلونو په نسبت، په ۲۰۱۶ م کال کی، ډیر پراختیا پیدا کړی دی. یو دهغه علتونو څخه چی د افغانستان د خلګو د نارضایتی لامل ګرځیدلی دی د اشرف غنی او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولی د توافقنامی امضاء کیدل دی. په دی حساب سره، بیله شکه د حکمتیار بیرته راګرځیدنه و کابل ته، که څه هم د مرکزی قدرت وخاصو حلقو ته یو ښه بریالی توب دی او دولت ددی وخت د رارسیدو لپاره شپی او ورځی حسابی؛ خو د افغانستان د خلګو لپاره دا کار برعکس معنی لری. خلګ دا توافق ته د یو معاملی په سترګه ګوری چی د شهیدانو د صیانت و دفاع په وړاندی د ګلبدین حکمتیار په واسطه تحمیل سوی دی. په روشانه بیان سره، د سولی معامله د حکمتیار سره د خلګو په نظر، حتی که د سازمان ملل د شورا په امضاء هم سرته ورسیږی، په ډیر ښه حالت کی، معامله دداسی شخص سره دی چی ددی هیواد دډیرو وګړو په وینه یی لاس لړلی دی او هغه جنګونه چی دحکمتیار په واسطه پر دی هیواد باندی تحمیل سوی دی تر اوسه د ذهنو څخه نه دی پاک سوی. په دی ترتیب، د سولی معامله د حکمتیار سره یو طرفه معامله بلل کیږی؛ په هغه معامله کی چی د افغانستان خلګ پکښی بیخی نادیده نیول سوی دی. په دی حساب سره، د حکمتیار دبیرته راګرځیدو مهم پیغام، دخلګو فاصله د دولت څخه به وی؛ هغه کار چی د آسیا د بنیاد د څیړنو په اساس دخلګو د ناهیله توب بل عامل بلل کیږی؛ ځکه چی هغوی په ډیر اندیښنه یی ډول سره د ټولو کلونو په اساس، پر دولت باندی خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی باالخصوص د دولت مردانو پر صداقت او ریښتنی توب باندی شک لری. د سیاسی نظره هم داسی نه انګیړل کیږی چی د حکمتیار بیرته راګرځیدنه به سیاسی وضعی ته تغیر ورکړی. ددی کار د درک لپاره، کافی دی چی دحکومتګرانو ترمنځ اختلافونو ته باالخصوص د اسلامی حزب سره د سولی په برخه کی ته توجه وکړو. ددی سره سره د منتقدانو په باور د ګلبدین حکمتیار بیرته راګرځیدنه به د اشرف غنی او دهغه ټیم په ګټه تمام سی او په دی ترتیب، ډير شدید حساسیتونه به د رقیب طیف لخوا رامنځته سی.