Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167

افغانستان باید په مرستو باندې له اتکا څخه راووځي

$
0
0
په دغه کنفرانس کې پر جمهوررئیس سربېره د هند لومړي وزیر نارېندرا مودي او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګڼو مشرانو حضور درلود. د هېواد جمهوررئیس د هند له خلکو او حکومت څخه د مننې تر څنګ چې ‎د استانبول پروسې ـ اسیا زړه کنفرانس کوربه و، وویل: د هند صدراعظم په دوو ویاړلو مراسمو کې د ګډون په خاطر افغانستان ته سفر وکړ او موږ ته یې ویاړ را په برخه کړ، لومړی د افغانستان د پارلمان ودانۍ د پرانېستو مراسمو کې چې د نړۍ سترې ډیموکراسۍ سره زموږ د دوامدارې دوستۍ نښه ده او دویم د افغان ـ هند دوستۍ (سلما) بند دی چې ۴۲میګاواټه برېښنا تولیدوي او ۶۵۰میلیون متره اوبه زېرمه کوي او د ۴۰ کالو انتظار وروسته یې د هرات خلکو ته روښنايي راوسته او ژوند یې ورته روښانه کړ. جمهوررئیس غني وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کارګو لپاره د هوايي دهلیز جوړولو توافق چې ژر به پيل شي او له امله به یې دواړه غاړې وکولی شي د یو بل خدماتو او تولیداتو ته لاسرسی پیدا کړي. محمداشرف غني وویل: دا مفکوره چې اسیا په یوې اقتصادي قارې بدله شي او همدرانګه د سیاسي تاوتریخوالي او تروریزم د پنځمې سترې څپې کومه بیه چې زموږ ټولنې پرې کوي، له دې څخه زموږ د ستونزو او پوټانشیل کچه څرګنديږي. جمهوررئیس د اقینې د اورګاډي پټلۍ پرانېستو ته په اشارې وویل: اقینه سترو ترانسپورټي شبکو ته د لاسرسي په خاطر زیات تاثیر لري، چې ترکمنستان د خپلو ګاونډي هېوادونو لکه قراقستان، اذربایجان او ګرجستان سیستمونو سره وصلوي او له بلې خوا ازبکستان او قزاقستان له روسیې او تر دې ورهاخوا اروپا سره وصلوي. د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: د اسیا د زړه په توګه زموږ موقعیت او وروستی محرک ځواک، زموږ باور زیاتوي چې په افغانستان کې پر اتصال پانګونه د اسیا په کچه تاثیرات لرلی شي. هغه وویل، زموږ وروستۍ ارزونې ښيي چې مرکزي اسیا کولی شي شاوخوا پنځلس زره میګاواټه انرژۍ د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته انتقال کړي او دا په پنځه کلونو کې زموږ هېواد د انرژۍ له واردونکي څخه د هغې په انتقالوونکي او صادرونکي بدلوي. محمداشرف غني وویل، په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته د خصوصي سکتور په جلب کې زموږ توانايي د دې ښودنه کوي چې موږ د خصوصي سکتور باور ترلاسه کړی دی. جمهوررئیس په ټینګار سره وویل: افغانستان باید په مرستو باندې له اتکا څخه راووځي او موږ دا کار کولی شو. زموږ د هېواد د منرالونو او هایډرو کاربنونو شتمنۍ ټریلیونو ډالره تخمین شوي دي او موږ د دې ظرفیت لرو چې ۲۶میلیارد متره مکعب اوبه مهار کړو. هغه څرګنده کړه، د سیاسي تاوتریخوالي او تروریزم د پنځم موج ماهیت، مقیاس او پراخوالی د ستونزو جرړه ده. دا چې زموږ ملت د دغه موج په لومړۍ کرښه کې دی او هغه سره مخ دی، نو له همدې امله موږ د افرادو د لاسه کولو تر ټولو لویه بیه پرې کوو او د پرې کولو په حال کې یوو او هم فرصتونه له لاسه ورکوو. د افغانستان جمهوررئیس وویل، موږ یو له بله سره تړلې پنځه پدیدې وینو، لومړی د جرمي اقتصاد شبکې، دویم شاوخوا ۳۰تروریستي ګروپونه چې ملګرو ملتونو هم مشخص کړي دي، چې هڅه کوي زموږ هېواد کې پټنځایونه جوړ کړي، څو خپل هېوادونه، سیمه او نړۍ بي ثباته کړي. درېیم د پاکستان نظامي عملیات دي چې د هغه هېواد مشخصي افراطي شبکې يې بيځایه کړي دي چې افغانستان ته راشي، څلورم، پاکستان سره زموږ دوه اړخیز او څو اړخیز نږدېکت دی، دغه هېواد موږ سره په یو نااعلان شوي جنګ کې دی، چې نه یوازې کم شوی نه دی بلکې په ۲۰۱۶کال کې د بروکسل کنفرانس څخه وروسته لا تشدید شوی دی.‎ جمهوررئیس غني زیاته کړه: پنځم دا چې د هېوادونو ځواب شیندلی او پراګنده دی، یو شمېر یې اوس هم دغو شبکو ته پټنځایونه برابروي او هغوی زغمي. لکه د طالبانو یو کلیدي شخص چې په وروستیو کې ویلي و که دوی پاکستان کې پټنځای ونه لري، یوه میاشت دوام نشي کړای. جمهوررئیس د خبرو په پای کې د کنفرانس ګډونوالو ته څو مشخص وړاندیزونه وکړل وې ویل: د جرمي اقتصاد د مهارلو لپاره، موږ د اسیا او سیمې په کچه داسې اسنادو ته اړتیا لرو چې معلومه کړي د تولید، پروسیس او قاچاق ګټه چاته رسېږي، دا پرته له دې چې یو بل ملامت وګڼو بین المللي هڅو ته اړتیا لري. هغه وویل: موږ پرته له دې چې یو بل مقصر وګڼو د یو داسې اسیايي او بین المللي میکانیزم وړاندیز کوم، چې سرحدي تګ راتګ و ارزوي ـ هغه چې پاکستان ته د منلو وړ وي. ارګ-ریاست جمهوری

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>