November 28, 2016, 2:17 am
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دیکشنبه ورځ له ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي چې د ټاکنو روښانتیا ته جدي پاملرنه وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نویو ټاکل شویو غړیو نجیب الله احمدزی د دغه کمېسیون د رييس او وسیمه بادغیسي د مرستیالې په توګه وټاکل.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتونو اورېدو کمېسیون نویو غړو تېره ورځ رسمآ خپل کار پیل کړ.
همداراز د دغه کمېسیون په داخلي انتخاباتو کې عبداقادر قریشي د اداري مرستیال او ګلا جان بدیع د کمیسیون د منشي او ویندوی په توګه ګومارل شوي دي.
دانش زیاته کړه، هغه مهال رڼښت تامین کېږي چې د ټاکنو د مدیریت دستګاه ډاډه، بامسوؤلیته، صادقه ووسي او ملي ګټو ته ژمنتیا ولري.
له بلې خوا د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون د نویو غړو د معرفۍ بهیر ترسره شو.
باید وویل شي، چې نجیب الله احمدزی، وسیمه بادغیسي، ملیحه حسن، رفېع الله بېدار او معاذالله دولتي ۵ ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړیو په توګه وګومارل شول.ګ |
![]() |
↧