Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

ولسمشر غني عشق اباد ته ولاړ

$
0
0
د آوا دخبرګزاری له مخی؛ غني به په عشق اباد کې د ملګرو ملتونوسازمان د سرمنشي بانکي مون په مشرۍ د پایداره ترانسپورټ نړيوال کنفرانسکې چې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران به په کې شتونولري، ګډون او وینا وکړي. د ولسمشرې ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر به همدارنګه داتامراد امام نظر (ترکمنستان) او اقینه (افغانستان)د اوسپنې اسیا بین المللي پټلۍ د پرانېستې مراسمو کې چې د ترکمنستان په ترکمناباد ښار کې جوړيږي، ګډون او وینا وکړي. ویل کیږي چې غني به د دغه سفر په څنډه کې د ترکمنستان او ګرجستان ولسمشرانو سره په جلاکتنو کې د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړي. خبر پاڼه زیاتوي چې محمداشرف غني به همدارنګه په عشق اباد کې د ترکمنستان د تولیداتو نندارتون، د المپیک ښارګوټی او نساجۍ فابریکه وګوري. پر دې سربېر به جمهوررئیس په عشق آباد بین المللي انستیتوت کې وینا هم وکړي. د هېواد جمهور ولسمشر سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ټرانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د فوایدعامې وزیر محمود بلیغ، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکاران، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د ملي امنیت شورا مرستیال فیض الله ذکي، او د جمهورري ریاست د مقام ویاند محمدهارون چخانسوري ملتیا کوي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>