Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

امریکایی قومانده: افغانستان د ناتو هوایی عملیاتونو په محور باندی بدلیږی

$
0
0
د آوا په ګزارش سره، جیمز هکر؛ په افغانستان کې امریکایی ځواکونو قومانده وایی چی په سوریه او عراق کې د اخیرو بریالیتوبونو ورسوته، دا ځل افغانستان د امریکایی ځواکونو مرکزی قوماندی هڅو په مرکز باندی بدل شوی دی. د جنرال هکر په وینا، که څه هم په اخیرو میاشتو کې اکثر هوایی بریدونه د افغانستان ځواکونو له لوری ترسره شوی دی؛ خو ناتو ځواکونه په ۲۰۱۷ کال کې په منځنۍ توګه ۲۵ هوایی بریدونه ترسره کړی دی. دا په داسی حال کې دی چی امریکایی ځواکونو مرکزی قومانده د سه شنبه په ورځ اعلان کړی چی د افغانستان په شمال کې تازه بریدونه طالبانو مواضعو باندی ترسره کړی دی. په دی عملیاتونو کې پهن پیکر بی-۵۲ امریکایی جنګیدونکې الوتکې هم ګډون درلود. بشر حقوقو ناظران وایی چی ترامپ نظامی ګری په اساس استراتژی، په نظر کې لری امریکایی نظامی ځواکونو اختیارات په افغانستان کې ډیر کړی او دا کار ډیر پراخ اندیښنی درلودلی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>