$ 0 0 په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ وايي، چې د تیر کال په نومبر میاشت کې د وسلهوالو طالبانو د مالي سرچینو پر ضد د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو له پیل راهیسې، د طالبانو مخدره موادو د تولید لسګونه لابراتوار له منځه وړل شوي دي.د دغې قواماندانۍ د هوايي بریدونو همغږۍ کوونکی جنرال لینز بنچ د پنجشنبې په ورځ له یو شمیر خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د اټکل له مخې په ټول افغانستان کې له ۴۰۰ نیولې تر ۵۰۰ پورې د مخدره موادو د تولید او پروسس لوی او کوچني لابراتوارونه شته دي.هغه ټینګار وکړ، چې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه به له خپلو افغان همکارانو سره په همغږۍ، د مخدراتو د تولید او پروسس دغه کارخانې، چې د وسلهوالو طالبانو د مالي ملاتړ سرچینه بلل کیږي، په نښه کړي.جنرال بنچ وویل "موږ تر نن ورځې د مخدره موادو ۳۶ لابراتوارونه په نښه کړي دي، د دغو لابراتوارونو مجموعي ارزښت ۳۳ میلیون ډالره اټکل شوی دی، چې د طالبانو راتلونکی عواید یې جوړوه، دا یوازې پیل دی او موږ به خپل هوايي بریدونه لاپسې زیات کړو".هغه زیاته کړه، له افغان ځواکونو سره په ګډه هڅې روانې دي، چې لومړی د مخدره موادو د تولید او پروسس د لابراتوارونه مشخص او وروسته یې په نښه کړي.جنرال بنچ د مخدره موادو او جرمنو ضد د ملګرو ملتونو ادارې (UNODC) رپوټ ته په اشارې وویل، د افغانستان د مخدره موادو لویه برخه په هلمند ولایت کې تولید کیږي او له همدې امله د وسلهوالو طالبانو د مخدره موادو د فابریکو د له منځه وړلو عملیات یې له هلمند څخه پیل کړي دي.