Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

داعش دا برنامه لری چی په هر ولسوالی کی دوه سوه کورنی ځای پر ځای کړی

$
0
0
د آوا د خبرګزاری له مخی، ظاهر قدیر، د مجلی لومړی معاون نن په عمومی ناسته کی وویل: د داعش لپاره پلان داسی ترتیب سوی دی تر څو د افغانستان په هر ولسوالی کی دوه سوه کورنی د مهاجر په کالیو ځای پر ځای کړی. ښاغلی قدیر اضافه کړ: دا دوه سوه کورنی مامور دی چی د یو کالو په موده کی اته سوه کورنی نور د ځان سره همفکره کړی. هغه په ادامه کی وویل چی ددی کورنیو لپاره که دولتی ځمکه وړنه کړل سی، دوی خپله به ځمکه رانیسی. هغه همدارنګه د امنیتی ځواکونو د عملکرد څخه انتقاد وکړ او وویل: حکومت په دومره امکاناتو او نظامی تجهیزاتو سره بیا هم ولی نه سی کولای یواځی په ننګرهار کی ۴۰۰ داعشیان نابود کړی او خلګو ته هم اجازه نه ورکوی چی داعش له منځه یوسی. قدیر وویل چی د داعش په وړاندی دخلګو غورځنګونه هم هره ورځ ترور کیږی، نه څوک هغوی ته حقوق ورکوی او نه هم اعاشه؛ داسی هره ورځ دهغوی روحیه کمزوری کیږی. دهغه په خبره، اوس د داعش په وړاندی پورته سوی غورځنګونه نه پوهیږی چی دهغوی دشمنان داعشیان دی که بین المللی ټولنه او که حکومت. د نماینده ګانو لومړی معاون همدارنګه د امنیتی معینیت د آدرس څخه یو مکتوب په مجلس کی قرائت کړ چی دهغه په خبره، د داعش د حملی څخه پر هغه او د هغه پر همکارانو باندی اطلاع ورکړی دی. ښاغلی قدیر ددی مکتوب څخه په نقل سره وویل: په دی مکتوب کی ویل سوی دی چی داعش باید حاجی ظاهر او د هغه همکاران چی د داعش د کارونو مانع ګرځی، له منځه یوسی. د هغه په خبره، په دی مکتوب کی همدارنګه راغلی دی چی ۱۵ تنه انتحاری قصد لری د حاجی ظاهر او منتقدینو د یوځای کیدو ځای تر حملی لاندی راولی. په دی حال سره د نماینده ګانو دمجلس لومړی معاون د حکومت څخه انتقاد وکړ چی یواځی په یومکتوب سره اکتفا کړی دی او د هغه د امنیت لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی. سید علی کاظمی، د نماینده ګانو د مجلس غړی هم وویل چی داعش د ماتی وروسته په عراق او سوریه کی، افغانستان ته به پناه یوسی. هغه اندیښنی چی د داعش د فعالیتونو څخه مطرح کیږی چی دا ډله د څو تیر میاشتو په ترڅ کی تروریستی حملی پر شیعیانو باندی په کابل او بلخ کی ترسره کړی دی چی دهغه په نتیجه کی، لسګونه تنه شهید او ذخمی سو. نماینده ګان ددی نه مخکی هم دداعش د تروریستی ډلی د فعالیتونو د پراختیا څخه په کنر، زابل او لوګر کی هشدار ورکړی وو.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>