$ 0 0 ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمېنه کابل کې د ۱۱۱ فرقې د پیښې په تړاو لږ تر لږه اوه تنه لوړپوړي پوځي افسران له دندو ګوښه کړي دي. د افغان ولسمشسر د دفتر د ستراتیژیکو او عامه اړیکو مرستیال محمد هارون چخانسوري وایي، د دوه جنرالانو په ګډون اوه افسران له دندو ګوښه شوي. نوموړی زیاته کړه، چې پر ۱۱۱ فرقه د وسله والو د برید په پایله کې یوه پلاوي د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ټاکل شوی و ترڅو د برید په تړاو خپل پلټنې پیل کړي. ښاغلي چخانسوري وایي، د پلټنو په پایله کې په ډاګه شوه چې یو شمېر لوړپوړو پوځي افسرانو په خپلو دندو کې غفلت کړي وه. هغه وویل، چې د پلټنې په پایله کې اوه تنه لوړپوړي پوځي افسران د دوه جنرالانو په ګډون له دندو ګوښه شوي او د نورو پلټنو لپاره اړوند ادارو ته معرفي شوي.