Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

د کابل ښار په نوي امنیتي پلان کي د امنیتي کمربندونو ټنیګار شوی دی

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د وسله‎والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې هغه امنیتي پلان تأیید شو چې د یکشنبه په ورځ د کورنیو چارو وزارت، جمهوري ریاست ته وسپاره. د ارګ نه خبرشوی په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د کابل د امنیت نوې طرحه چې پرون د وسله‎والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ په غونډه کې له بحثونو وروسته په اصولو کې تأیید شوه، د کابل د مسؤلو امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د کشف او استخباراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او په امنیتي سکټور کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کوي. ویلکږی، په غونډه کې د دې طرحې په اړه له بحث وروسته د کشفي او استخباراتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د کابل د امنیتي کمربند د غښتلي کولو پر اړتیا ټینګار وشو. د ارګ په خبرپاڼه کې زیاتوی، چې افغان ولسمشر په پرونۍ غونډه کې مسؤلو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د پلازمېنې کابل د امنیتي پلان د عملي کولو پر جزئیاتو کار په ۱۰ ورځو کې بشپړ کړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>