Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21258

ننګرهار کې د لښکر اسلام او داعشیانو ترمنځ خونړی نښته

$
0
0
د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د لښکر اسلام او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې.په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د دواړو غاړو ترمنځ نښته د اچین ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې او په ترڅ کې یې لږ ترلږه ۹ تنه وسله وال وژل شوي دي.د سیلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نښتې په ترڅ کې د لښکر اسلام درې وسله او د داعشیانو شپږ وسله وال وژل شوي.خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د لښکر درې وسله وال او د داعشیانو څلور وسله وال ټپیان شوي.د دولت ضد وسله والې ډلې د داعش وسله والو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.د سیلاب قول اردو چارواکي وایي، د نښتې په ترڅ کې ځایي اوسېدونکو ته کوم زیان نه دی اوښتې ده.د لښکر اسلام او داعشیانو ترمنځ تازه نښته په داسې حال کې رمنځته کیږي چې د دواړو ډلو او نورو ترهګرو پر ضد پوځي عملیات هم جریان لري.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21258


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>