$ 0 0 ناپیژانده کسانو د هالند لاهه ښار باندی یو مسجد باندی برید کړی او مسجد یی وران کړی دی. د آوا په ګزارش سره، تراوسه ددی خرابکاریو مسؤولیت هیڅ ډله په غاړه نه دی اخیستی؛ خو هغه کسان چی دا کار ترسره کړی د ترکیه ولسمشر په رجب طیب اردوغان په وړاندی شعارونه پر دیوالونو باندی لیکلی دی. شناسی کوچ؛ ددی مسجد متولی ددی برید په غندلو سره اعلان کړی دی: داسی په نظر رسیږی چی دا برید د سوریه په عفرین کې د ترکیه برید په لړکې وی. کوچ زیاته کړه: هغه کسان چی نه غواړی وحدت او اتفاق ووینی دداسی بی نظمیو لامل ګرځی؛ خو هغوی به بریالی نه شی؛ ځکه خدای تعالی زموږ سره دی. ترکیه خپل نظامی عملیات د سوریه په شمال کې د زیتون شاخه په نامه د جنوری په ۲۰ شروع کړی او دا عملیات همداسی ادامه لری. اروپایی هیوادونه لکه هالند د ترکیه ترکانو او کردانو په میلیونو اوسیدونکو کوربه دی.