$ 0 0 د آوا په ګزارش سره، جنرال زمان؛ د غزنی پولیسو ویاند د آوا سره په خبرو کې وویل: تیره شپه طالبان د آب بند په ولسوالی کې پولیسو پوستې تر برید لاندی ونیول، چی د نښتې په ترڅ کې، ۳ تنه طالبان وژل سوی او دوه نو ټپیان سوی دی چی د دوه تنو طالبانو جسدونه د پولیسو څخه دی. همدارنګه د جنرال زمان په وینا، یو میل کلاشینکوف، یو قبضه لاسی بوم، یو مخابره، یو موترسایکل او د طالبانو څخه ډیر جنګی وسیلی د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی. تیره ورځ هم غزنی امنیتی چارواکې د طالبانو برید دفع کولو څخه ددی ولایت په ګیرو ولسوالی کې خبر ورکړ.