Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

نیکي هیلي: افغان سولې ته هیلې زیاتې شوي

$
0
0
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحد ایالتونو سفیرې وویل چې تر بل هر وخت په افغانستان کې سولې ته هیلې زیاتې شوې دي.نیکي هیلي پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل چې اوس باید نړیواله ټولنه د دې خبرو ملاتړ وکړي:"په افغانستان کې موږ فکر کوو چې سوله ډېره مهمه ده، موږ فکر کوو چې د سولې مېز ته د طالبانو راتګ ډېر مهم دی او موږ فکر کوو چې ټوله نړیواله ټولنه دې ته اړتیا لري چې د دې بهیر ملاتړ وکړي نو موږ به وتوانیږو چې هلته سوله ولرو."د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د سې شنبې په ورځ ویلي و چې له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه جاري دي او په ملي او نړیواله کچه د سولې د راوستو لپاره شرایط برابر شوې دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>