Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د امریکا ولسمشر مرستیال او ولسمشر غني د عطا محمد نور په هکله خبرې وکړې

$
0
0
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس او ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د دوه اړخېزو مهمو مسایلو په هکله خبرې وکړې.سپینې ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې دواړو غاړو د ملي یووالي حکومت اړوند مسایلو، اړینو اصلاحاتو، په سیاسي مسایلو کې د بېلا بېلو اقشارو ښکېلتیا او ونډې، او د راتلونکو ټاکنو په هکله بحث او خبرې وکړې.خبرپاڼه زیاتوي، چې د ولسمشر مرستیال ښاغلي پنس او ولسمشر غني د بلخ ولایت د سیاسي مشرتابې په هکله هم خبرې وکړې او ښاغلي پنس د خپل په لړ کې له افغان حکومت څخه د واشنګټن پر دوامداره همکاریو او په بلخ ولایت کې د واک پر سوله ییز لېږد ټینګار وکړ.دا په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د مشرتابې پر سر لانجې له کابو درې اوونیو راهیسې روانې دي.ارګ ماڼی کابو یوه اونی مخکې اعلان وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا منظور کړی دی.د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس له دې وړاندې هم ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي او د بلخ د والي په توګه خپل کار ته به ترهغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123