$ 0 0 د افغانستان جمهري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ترمنځ په کابل کې د وروستي ناستې په اړه معلومات خپاره کړل.ارګ ماڼی وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د امنیت شورا له غړیو سره د غوڼدې پر مهال د اقتصادي ودې، ترهګرو ډلو، راتلونکو ټاکنو، او نور مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر غني د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکې او سیمه ییزو همکاریو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې له پاکستان سره د اړیکو د ښه والي په خاطر اړین ګامونه پورته شوي چې تر اوسه مثبت پایلې یې نه ده لرله.نوموړی د افغانستان په بهر د ترهګرو تحرکاتو، روزنې، او تمویل سرچینو په اړه هم د ملي امنیت له غړیو سره شواهد او نمونې شریک کړه او د مخدره موادو پر وړاندې د هیروینو کارخانو د لمنځه وړلو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په هکله او خبرې وکړې.ولسمشر غني د راتلونکو ټاکنو په هکله ټینګار وکړ چې هیڅوک د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په چارو کې مداخلې وکړي او د امریکا د نوې ستراتیژي په هکله وویل چې دغه ستراتیژي په افغانستان او په سیمه کې د بدلونونو د رامنځته کولو په برخه کې به یو رغنده رول ولوبوي.ارګ ماڼی وایي، ولسمشر غني د افغانانو ترمنځ او له پاکستان سره د سولې په هکله هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د سولې بهیر د پلي کېدو په برخه کې به د نورو هېوادونو له تجربو څخه هم استفاده شي.د ارګ ماڼی په وینا، د امنیت شورا غړیو ژمنه وکړه چې د افغانستان په هکله ترلاسه شوي معلومات به د ملګرو ملتونو په غونډو کې شریک شي او په اړه یې به بحثونه ترسره شي.ارګ ماڼی وایي، د افغان حکومت چارواکو او د امنیت شورا غړیو د غونډې په ترڅ کې موافقه کړې چې د پاکستان پر وړاندې فشارونه نور هم زیاتې شي او د مذاکراتو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړې.