Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

افغان حکومت د حزب اسلامي لسګونه زندانیان خوشې کړل

$
0
0
افغان حکومت نن د کابل د څرخې پله له زندان څخه د حزب اسلامي لسګونه زندانیان خوشې کړل.چارواکي وایي، کابو ۷۵ تنه د حزب اسلامي اړوند زندانیان د څرخې پله له زندان څخه خوشې شول.چارواکي زیاتوي، چې دغه زندانیان د ملي یووالي حکومت او د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې پر اساس له زندانه خوشې شوي.د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ملي یووالي حکومت ترمنځ د سولې تړون د ۲۰۱۶ په میلادي کال لاسلیک شوه.د سولې د هوکړې پر اساس، په پام کې وه چې د حزب اسلامي اړوند زندانیان د حکومت له قید څخه خوشې شي خو د ځینو ستونزو له امله د زندانیانو د خوشې کولو بهیر له ځنډ سره مخ شول.د راپورونو له مخې، د بشري حقونو ځینو مدافعانو او موسسو د دغو زندانیانو د خوشې کولو له بهیر سره خپل مخالفت څرګنده کړي وه.د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه او د څرخې پله له زندان څخه زندانیان په داسې حال کې خوشې کیږي چې افغان حکومت او نړیوال ټولنه د نورو وسله والو ډلو سره دورته تړون د لاسلیک کولو په لټه کې دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143