January 9, 2018, 10:16 pm
د افغانستان په لویدیځ په فراه ولایت کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي دي.د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د وسله والو پر وړاندې نوی هوایي بریدونه د خاک سفید ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې ۷ تنه پاکستانیان هم شامل دي او د هغوي درې عرادې موټرونه او ګڼ شمېر وسلې هم لمنځه تللي دي.د دولت ضد وسله والي ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.فراه د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.د فراه په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.کابو دوه میاشتې مخکې هم د فراه مرکز اړوند په خیطوان او د بالابلکو ولسوالی په شیوان سیمه کې د افغانا ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژل شل او ۲۱ نور ټپیان شوی وو. |
![]() |
↧