Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

جوزجان ولایت کی ۲۶ تنه داعشیانو وژل شوی دی

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبر له مخی، د جوزجان ولایت ځايي چارواکی سرګندوی، چې په یاد ولایت کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو د ګډو هوايي بریدونو په پایله کې ۲۶ داعشیان وژل شوي دي.د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجاني په دې اړه ویلی دی، یو هوايي برید ترسره شو او داعش یوه ستره جرګه لرله او عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول او ۲۶ داعش جنګیالي د هغوی د مشهورو قومندانانو په ګډون وژل شوي دي.سرچنیو زیاتیوی، چې د یاد هوايي بریدونه د دوشنبې پر ماښام د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې هغه مهال ترسره شول چې داعش جنګیالي د علي خاني په کلي کې سره راغونډ شوي وو.تر اوسه په دغو عملیاتو کې د ملکې تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.خو تر اوسه داعش دلي په دی اړه تبصره نه دی کړی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>