Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

په کابل ښار کې د داعش ډلې د خونړیو بریدونو مخه نیول شوي

$
0
0
په پلازمېنه کابل ښار کې د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند ګڼ شمېر وسله والو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې لیکلي، چې د داعش ډلې اړوند یو ۱۳ کسیزه ډله د عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار له مربوطاتو څخه نیول شوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي کسان د هېواد او بهر په کچه له ترهګرو سره په تماس کې وو او غوښتل یې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي. د ملي ریاست په وینا، په نیول شویو کې یو شمېر بهرني ترهګرې هم شامل دي. د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په پلازمېنه کابل ښار کې تېره اونی د داعش اړوند وسله والو پر یوه ټولنییز مرکز او خبرې اژانس بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې ګن ښمېر کسان ووژل شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي او کابو ۹۰ نور ټپيان دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>