Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

ننګرهار ولایت کې خونړی چاودنه او د تلفاتو په اړه وروستي راپور

$
0
0
په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، په بهسودو ولسوالی کې د ننني چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او کابو ۱۲ نور ټپیان دي.چارواکي زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جنازې د لمنځه پر مهال په موټر سایکل کې د ځآی پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ۱۸ تنه د جنازې لمونځ کوونکي شهیدان شوي او ۱۲ نور ټپیان دي .د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وایي، نن د مرغومې په لسمه له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د مقام خان په هدیره کې د هسکې مینې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې د لمنځه پر مهال په درول شوي موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ۱۸ د جنازې لمونځ کوونکي شهیدان شوی او ۱۲ نور ټپیان دي .نوموړي زیاته کړه، د یو شمیر ټپيانو روغتیایي وضعیت هم نازک دی او ښایي د شهیدانو په شمیر کې زیاتوالی هم راشي ، هغه وایي، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي،چې یو شمیر یې د یوې کورنۍ پورې تړاو لري ، د دې چاودنې له امله د پېښې په ځای کې یوه ریکشه او یو بل موټر سایکل هم تخریب شوي دي.په همدې حال کې د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د ولایت مقام سکتوري خدمتونو سرپرست رئیس روح الله پاچا،ولایت مقام کارپوه اکبر شیر او ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي د عامې روغتیا په حوزوي روغتون کې د پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه .د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو سرپرست رئیس روح الله پاچا وویل، سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پېښې د رامنځته کېدو سره سم عامې روغتیا رئیس ته دنده ورکړه،ترڅو د پېښې شهیدانو او ټپیانو په انتقال کې بېړني اقدامات وکړي .

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>