December 29, 2017, 10:52 pm
د افغانستان د ښځینه پولیسو ۷۵ افسرانو پرون په ترکیه کې خپله روزنیزه دوره پای ته ورسوله او د فراغت سندونه يې واخیستل. دې افسرانو د ترکيې په انتالیا ښار کې د نهو اونیو په روزنیز کورس کې مسلکې زده کړې او روزنه ترلاسه کړې ده. د ترکيې انادولو خبري اژانس وايي، د دې هېواد د پولیسو اکاډمۍ له ۲۰۱۱ مېلادي کال راپدېخوا تر اوسه پورې ۲۶۰۰ افغان پولیس افسرانو ته روزنه ورکړې ده. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا مهال څه کم ۴ زره ښځینه پولیس لري او پلان لري چې دا شمېر لس زرو ته لوړ شي. |
![]() |
↧