Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

د پکتیکا په ولایت کی د طالبانو ماته

$
0
0
د آوا په ګزارش سره، دا عملیات دا عملیات د دسمبر دریم څخه تر ۲۳ پوری، د پکتیکا پولیسو خاصو قطعاتو او دوهم کندک له لوری، د ملی اردو ۲۰۳ قول اردو ځواکونو همکاری سره ترسره کړی دی.دولتی ځواکونه د عملیات په لړ کی وتوانیدل چی د طالبانو بوم جوړونې یو کارخانه، د اسلحو دری سرچینی او د طالبانو یو رادیویی خپرونو برج له منځه یوسی.ویل کیږی چی طالبان ددی رادیویی برج په واسطه، د دولت ضد تبلیغات په سیمه کی خپرول.سیمه ایز خبرګزاری د پکتیکا ولایت چارواکو څخه په نقل سره ویلی دی چی یواځی د ګیان په ولسوالی کی د نظامی عملیات په نتیجه کی، په یوه ورځ کی ۱۴ تنه طالبان وژل سوی او ۹ تنه نور ټپیان سوی دی.د امریکا دفاع وزارت د افغان ځواکونو دا عملیات څخه په ستایلو سره ویلی دی چی طالبان په ټول ولایت کی، نه دی توانیدلی چی د امنیتی خاصو ځواکونو او ملی اردو تحرکات مخه ونیسی او د هغوی کمیت ته نه کتو سره، طالبان نه سی کولای د افغان زده کړی لیدلی مجهز ځواکونو سره مخامخ جنګ وکړی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>