$ 0 0 د داعش وسله والو کابل ښار د نننی ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی. د داعش ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کابل ښار د شش درک په سیمه کې د نننی ځانمرګي برید په ترڅ کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان دي. دغه ډله د ځانمرګي بریدګر یو انځور هم خپاره کړي او ادعا کوي چې دغه برید د محسن الخراساني په نوم د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند یو وسله وال له خوا ترسره شوی دی. پیښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د ملي امنیت ریاست یو وداني ته څېرمه رامنځته شوې ده او د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي په دغه برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د کورنیو چارو ویاند نجیب دانش وایي، بریدګر پلی و او د عمومي سړک پر غاړه یې ځان ته چاودنه ور کړی او د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي. په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې د کابل د نننی ځانمرګي برید مسئولیت په داسې حال کې په غاړه واخلي چې افغان امنیتي ځواکونه د یاد ډلې پر وړاندې دهېواد په بېلا بېلو سیمو کې په عملیاتو بوخت دي.