$ 0 0 په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي د ښځو په جامه کې یو ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی. چارواکي زیاتوي، چې دغه ځانمرګي تېره ورځ ناوخته د لغمان ولایت مرکز اړوند د کټل له سسیمې څخه نیول شوی دی. د لغمان ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې نن مازیګر ناوخته د مرکز اړوند د کټل په سیمه کې د یوې کشفي اطلاع پر اساس د لغمان امنیه قوماندانۍ پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې چې د امنیه قوماندان په مشرۍ تر سره شو یو تن ځانمرګی برید ګر په داسې حال کې نیولی، چې د مېرمنو جامې یې په تن کړې وې او غوښتل یې چې له سیمې فرار وکړي. خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي برید ګر چې د وسلوالو مخالفینو پورې اړوند دی پلان یې درلود چې په مرکز مهترلام کې په یو د دولتي تاسیساتو ځانمرګی برید وکړي، چې وړاندې له بریده د پولیسو له لوري ونیول شو او په دې سره د مخالفینو د یو خونړي برید مخه ونیول شوه. لغمان والي عبدالجبار نعیمي د امنیه قوماندانۍ دغه ستره لاسته راوړنه ستایي او یو ځلې بیا ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کوي څو د امنیت د ټینګښت او د ولسونو د هوساینې لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي. د دلت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.