December 24, 2017, 12:22 pm
د آوا په ګزارش سره، په دی هوایی برید کی چی د دره تخت په سیمه کی تیره ورځ ترسره سوی دی لږ ترلږه اته تنه د طالبانو څخه وژل سوی او ټپیان سوی دی.همدارنګه په دی برید کی نظامی تجهیزات د شپږ میل کلاشینکوف، یو میل پیکا او یو میل راکت انداز، اته موترسایکلان په شمول له منځه وړل سوی دی.ویل کیږی چی ددی برید مقصد د طالبانو تصمیم نیونی مراکزو له منځه وړنه په چشت شریف کی وو.د یو بل خبر په اساس، د ماین جوړولو یو متخصص د شیندند په ولسوالی کی د دوو تنو سره د امنیتی ځواکونو په برید کی وژل سوی دی.د مسلح طالبانو او امنیتی ځواکونو نښتو په نتیجه کی د هرات ولایت شیندند ولسوالی کی دری تنه د مخالفانو څخه د ماین جوړولو یو متخصص په شمول د قادر ولد نثار احمد په نامه وژل سوی او دوه تنه نور ټپیان سوی دی.دا نښته د قلعه پسر په سیمه کی رامنځته سوی او امنیتی ځواکونو او ملکی کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی. |
![]() |
↧