$ 0 0 د کلیو او بیارغونې وزارت په ۹ ولایتونو کې د اوبو لګولو او کرنې په برخو کې ۳۸ پراختیایي پروژې د څلورسوه شپږویشت میلیون افغانیو پر ارزښت جوړوي. د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي؛ د دغو پروژو له پلې کیدو سره به ۱۰۲ زره کسانو ته د اوبو لګولو غوره زمینې برابرې شي او کرونګر به پخپل وخت اوبو ته لاسرسۍ پیدا کړي. د کلیو او پراختیا وزیر وایي؛ د دغو پروژو له پلې کیدو سره به په هېواد کې د ملي اقتصاد وده رامنځته شي او زراعتي توکي به هم ډېر شي. ښاغلي کریمي دا هم وویل، چې نن مونږ د ۴۲۶ میلیون و ۸۰۴ زره او ۳۵۸ افغانیو پر ارزښت د اوبولګولو په برخه کې د ۳۸ پروژو تړون لاسلیک کړ، چې ۱۰۲ زره ۲۸۲ کلیوال به ترې ګټه پورته کړي. د کلیو او پراختیا وزارت په تېرو دوه کلونو کې څه د پاسه زر پراختیایې پروژې په بېلابېلو برخو کې بشپړې کړې او پر دغو پروژو نږدې ۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.