Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

ولسي جرګې د بندیانو د شکنجې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ

$
0
0
د افغانستان ولسي جرګې په محابسو او توقیف ځایونو کې د شکنجې د مخنیوي د قانون په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان د رأیو په اکثریت تصویب کړ.دغه فرمان ته د ولسي جرګې دعدلي او قضایې کمېسیون له خوا په یو شمېر مادو کې د تعدیلاتو د راوستو وروسته نن شنبه په عمومي غونډه کې رأیې ورکړل شوې.د دغه کمېسیون مشر سید محمد حسن شریفي بلخابي وایي، د دې قانون تطبیق به د عدالت د ټینګښت او په محابسو او توقیف ځایونو کې د ځورونې او شکنجې په مخنیوي کې اغېزمن تمام شي.ولسي جرګې دغه راز د محابسو او توقیف ځایونو د قانون په شپږمه او۱۳مه ماده کې تعدیلات راوستي دي.دغه مواد له وړاندې د حکومت له لورې د بحث لپاره ولسي جرګې ته استول شوي وو.ولسي جرګې همداراز د شنبې د ورځي په عمومي غونډه کې یوځل بیا پر حکومت غږ وکړ چې په حکومتي ادارو کې د سرپرستۍ بهیر پای ته ورسوي او د پاتې څلورو وزارتونو او د سترې محکمې د عالي شورا د غړو لپاره کاندیدان ژر تر ژره ولسي جرګې ته د باور رأیې اخيستلو لپاره معرفي کړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>